IQNA

سنندج امام جماعت:

د قرآن معجزې او نورانيت تلپاتې او له مینځه نه تلونکی دی

14:24 - October 21, 2025
د خبر لمبر: 3491896
ایکنا - ماموستا فائق رستميد قرآن د عمومی سیالیو  په ۴۸ پړاؤ کې  د دیني نغمو دبرخې په وروستئ او نهائي مرحلې کې  پخپلې وینا کې وويل: د  خدا وندمتعال  له ديرو معجزو څخه  چې  چې الهی پيغمبران ئې  راوړونکي وو، د هغه وخت او ځای خاص معجزې وې، خو د قرآن معجزه او نورانيت تلپاتې او  له مینځه نه تلونکې دی.

د ایکنانیوز  ځایي راپور له مخې ،د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې د دینی نغمو او مداحیو د برخې فاینل  مراسم پرون دوشنبې ورځې  مازدیګر د ایران د کردستان ولایت  دسنندج ښار په فجر هال کې  ترسره شوې.

دغه دستورې  د ایران داسلامی جمهوری  دملی سرود په خپریدا سره یوځاي پیل شوې او په دوام کې د ایران د قرآن غوره قاری حسین فردي  د مومنون مبارکې سورې  د څو آیتون په زړه پورې تلاوت وړاندې کړ.

ددغو دستورو په دوام کې  چې د  مهدي صفري په وسیله اجرا کیده، د کردستان  ولایت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر او ددغه پړاؤ  منشي حجةالاسلام محمد کاروند پخپلې وینا کې د  کردستان د شهیدانو یاد او خاطرې په یادولو سره په تیره بیا د قاری او حافظو شهیدانو  و همداارز د ټول قرآن د حافظ سردار حسین سلامي  په یادولو سره دوي ټولو ته دعقیدت ګلونه وړاندې کړل او  له دغو سیالیو څخه ئې د رهبرۍ دخبرګانو د شورا  دغړي او د سنندج د جمعې لمانځه دامام  ماموستا رستمي  ملاتړ قدرونه وکړه او وې وئيل؛  د هیواد ددغې سیمې د هغو شهیدانو یاد اوخاطره  چې په اته کلنې مقدسې دفاع کې ئې  ځانونه قرباني کړي  او پخپلو وینو سره د هیواد دغه نیالګئ خړوبه کړی باید قدرونه ئې وشي ،  ځکه چې که ځيني کسان د قرآن په حفظ بوخت دي ،نو  دغه شهیدان په حقیقي معنا سره  د قرآن محافظان وو.

د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښتم پړاؤ  منشي ووئيل؛ له نیکه مرغه  ددغه پړاؤ لومړنۍ برخه په دعا لوستلو،یوځای دقرآن لوستلو ، اذان  او دغه راز په مداحئ مشتمله وه، پاي ته ورسیده اوپه تیرو دوو ورځو کې  په دغې برخې کې د ګډون کونکو دغوره سیالۍ شاهدان وو.

کاروند روښانه کړه ،سه شنبې ورځې یعنی د تلې یا میزان د میاشتې له نهه ویشتمې نیټې څخه د  لړم یا عقرب دمیاشتې تر پنځمې نیټې پورې  د تحقیق قرائت، ترتیل او حفظ په څير د برخو په ترسره کیدا  به ددغو سیالیو   دغه پړاؤ  خپلې ولولناکې اوګرَمې مرحلې ته واردې شي.

هغه ټينګار وکړ،  د قرآن لوستل  او   د قرآن د قرائت او حفظ له لارې  ثواب لري، له عبارت او لفظونو سره ئې انس البته  د هر مسلمان د ژوند د چ ارو  منظمول او ورباندې اغیزې ، د قرآن په فرامینو باندې دعمل کولو  سره تړلي دي.

 د سنندج د جمعې لمانځه امام روښانه کړه، باید  د قرآن کریم د نور په باب خبرط وکړو ، داسې نور چې د پیغمبر اکرم (ص) په زړه نازل شوی  وځلا ئې موندلې ،دا  ترټولو لویه اهلی معجزه  ده، ځکه چې که  دخدای په امر سره د حضرت ابراهیم علیه السلام لپاره اور سوړ شو یا په الهی ارادې سره  د موسی  اعصا  د نیل سین وڅير، خو دغه معجزې د هماغه زمانې  و هماغو شیبو لپاره وې ، خو دا د قرآن نور دی چې  هماغه راز  له څوارلس پیړیو تیریدا وروسته هم  هماغه شان تاندوالی  او نوی والی لري.

 همداراز  ددغو دستورو په دوام کې  حجة الاسلام شهاب امانت چی  چې له قم څخه د دعا لوستنې د څانګې دلومړي کس په توګه معرفی شوی ،ددغو سیالیو  ددغه پړاؤ اجرا کونکی شو.

ددغوو دستورو په پای کې د غوره کسانو نامې اعلان او په جایزو او ډالیو ونازول شول.

https://iqna.ir/fa/news/4311765

captcha