IQNA

په استانبول کې د غزې لپاره د نړیوالې غونډې جوړېدل

13:03 - October 30, 2025
د خبر لمبر: 3491942
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې  ددغه هیواد د دیانت (مذهبي چارو) ادارې په نوښت د   غزې لپاره په عنوان سره  نړیواله  بشردوستانه غونډه په استانبول کې ترسره کېږي.

 ایکنا نیوز د UAE۷۱ له قوله راپور  راکړی، دا غونډه د نومبر په ۱۱ او ۱۲ نېټه (یعنی د عقرب یا لړم د میاشتې په  ۲۰ او ۲۱) په استانبول کې ترسره کېږي، چې پکې له درستې نړۍ څخه   به د بشردوستانه او مرستندویو موسیسو او  اورګانونوپښمول  یوشمیر  فاونډيشنونوه پکې ګډون وکړي.

د استانبول دا غونډه د غزې د بې مخینې  بشري بوږنونکې غمیزې  په  غبرګون کې ترسره کېږي، داسې غمیزه چې د نیواکګرو اسرائیلي پوځيانو  په لاس  پکې  د  غزې تړانګې د پراخو ویجاړیو، د بیخ بینائي تاسیساتو  په کنډوالو د بدلولو ، او د میلیونونو  عامو خلکو د ژوند  سخت شوی  دی.

د دغې غونډې موخه دا ده چې د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره نړیوالې هڅې منظمې کړي او د غزې د اوسېدونکو بشري اړتیاوې په ځانګړي ډول د تعلیم، بیړنیو مرستو، روغتیائي پاملرنې او بیا رغونې په برخو کې په ډاګه کړي.

تمه  کیږي چې د دغې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو د نړیوالو  ادارو او امدادي ادارو استازي،د فلسطین د ملاتړ کوونکو هېوادونو وزیران او رسمي استازي، او همدارنګه د حقوقي، پوهنتوني او رسنیزو  څانګو  استازي برخه اخلي.

دغه غونډه همدارنګه موخه لري چې د غزې د اوسېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامدارې سرچینې برابرې کړي او داسې ملي او نړیوالې ملګرتیاوې رامینځته کړي چې اغېزمن او پایداره  بشردوستانه اقدامات تضمین کړي، د خیریه بنسټونو او رسمي ادارو ترمینځ یو موټی او همغږي فعالیتونه رامینځته کړي، څو زیاتره بشردوستانه مرستې  ورسوي.

https://iqna.ir/fa/news/4313366

captcha