IQNA

یادښت

د سلطې د منطق په وړاندې د امید فلسفې بېرته لوستل

12:13 - October 22, 2025
د خبر لمبر: 3491904
ایکنا - د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وروستۍ وینا چې د غوره علمي او ورزشي ځوانانو په ټول کې ئې کړې ، نه یوازې یوه سیاسي اعلامیه وه، بلکې د سلطې د منطق په وړاندې د امید د فلسفې بېرته لوستل وو، په هغې زمانې کې د انساني څيرې د ښودلو لپاره یوه هڅه چې له انسانه قدرت اخستل شوی دی.

په هغې نړۍ کې چې دروغ د واک او قدرت په رسمي ژبه بدل شوی او حقیقت یوازې په څنډو کې ساه اخلي، د امید خبرې کول، یو ډول مقاومت دی. د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وروستۍ وینا کې چې د علم او سپورټس د غوره سلګونو ځوانانو پهټول کې ئې کړي ، نه یوازې یوه سیاسي اعلامیه وه، بلکې د سلطې د منطق په وړاندې د امیدد فلسفې بېرته لوستل وو؛په هغې زمانې کې چې له انسانه قدرت اخستل شوی دی، دقدرت د انساني څیرې د ښودلو لپاره یوه هڅه وده.

هغه څه چې د اسلامی انقلاب د ستر او حکيم لارښود په وینا کې روښانه وو، د باطن د قدرت بیا پيژندګلوئ ته بلنه وه ؛ داسې قدرت او واک چې نه له شتمنئ او جګړې څخه، بلکې په ایمان او ځان باندې په پوهېدلو سره راپورته کېږي.د هغه په نظر کې، یو ایرانی ځوان د همدې ځان پوهیدا بیلګه دی ،داسې انسان چې ددباؤنو، ناامیدۍ او ګواښ یرغلیزو تبليغاتو په او ج کې جوړیږي، راپنځول کیږي، او مُسکا کوي .

دغه ځوان د د سټریس او اضطراب نرم جنګ ته د یوه ژوندي ملت ځواب دی  دښمن کلونه کلونه کیږي ، هڅه کوي د یوه ستړي ملت انځور جوړ کړي ، یو داسې ملت چې له خپل راتلونکي څخه ناهیلی او په ناکامئ داده شي.، خو د وړاندې په لور هر یو ګام ، هر علمی کشف او هر میډال ، ددغو درغجنو روایتونو په وړاندې یو دیوال دی چې دغه ټوله پوچې ادعاګانې او دسیسې شنډوي.

په حقیقت کې دغه بریالیتوبونه یوازې کوم شخصي بریالیتوبونه نه دي، بلکې د ډله ایزې ویښتیا یو بیان دی ، ددې په اثبات سره چې یوه ژوندئ ټولنه ده چې تراوسه بورې پر خپلو توانمنیو ایمان لري. 

د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په وینا کې د دقدرت د دوو ډولونو ترمینځ فرق روښانه شو ، یو هغه قدرت چې له سلطې او تپل کیدا زږیږي او بل هغه قدرت چې له ایمان او خلاقیّت څځه راپورته کیږي. لومړنی قدرت هماغه د نړئ امریکائي څيره ده ، داسې قدرت چې وژني څو ژوندی پاتې شي ، خو دوهم قدرت هغه قدرت دی چې جوړول او آبادي رامینځةکوي ،څو ژوندی پاتې شي ، یو داسې ځواک چې د سپورټس ، په میدان کې په آزمیښت ځاي کې او د وطن په خاورې کې روان دی .

دغه توپیر ، په سیاسی ظاهر کې دی البته په ژورتیا کې یوه فلسفه ده ؛ ځکه له یوې په ویرې او وحشت راپور ته شوی او بل پلوه پر امید او هیلې .

 د امریکا کرغیړن ولسمشر چټیاتو ته اشاره ، له دې زیات چې یوه سیاسی کرکتنه او نیوکه وي، د لویدیځي تمدن د باطني دړې وړط کیدا یوه نښه ده . داسې تمدن چې نور له حقیقت سره د خبرواترو توان نه لري او یوازې په دروغو او دسیسو سره خپل ژوند ته دوا م ورکوي . کله یو قدرت خپل خلک او ولس نشي آرامه کولی ، خو غواړي نړئ اداره کړي، نو په حقیقت کې د پیژندل شوي هستۍ د رواوالی له بحران سره مخ دی ، هماغه یوه شیبه چې د قدرت ظاهر ځلیږي، خو دهغو روح مړ دی .:

ددغې وینا په مینځ کې له بریالیتوبه وروسته ،ملی بیرغ ته احترام ، سجده او دعا کولو باندې ټينګار ،د اخلاقو او قدرت ترمیځ دپیوند یادونه وه.

هغه څه چې اوس د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او ولی فقیه له خولې واوریدل شول ، یو ډول د انسان ، قدرت او امید په باب یوډول بیاتعریف کیدل وو. هغه په ساده ژبې سره البته په ژرف سره ، وښودله چې حقیقي قدرت پر نورو په مسلط کیدا کې نه دی ، ، پر نفس په تسلط کې دی ؛ او هغه ملت چې پر ناامیدئ او ویرې برلاسه شي، ، هیڅ قدرت به ئې د نسکورولو او یا ناکامولو قدرت ونه لرل شي.

 د ناامیدئ په اوسنئ نړئ کې ایرانی امید یوازې کوم عاطفي غبرګون نه دی، دفلسفې او بقا سټراټژي ده . ممکنه ده د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د وینا نهائي معنا همدغه وي ؛ په هغې نړۍ کې چې حقیقت ئې څنډې ته کړی دی، هر هغه ځوان چې په ایران کې فکر کوي، جوړوي، او په سبا ایمان لري، پخپله یو ژوندی حقیقت دی.

( د فلسفې د استاد محمد کرمي نیا له یاددښت څخه اخستل شوی مطلب) 

https://iqna.ir/fa/news/4311939

captcha