IQNA

د تایلینډ د نهم باچا په کلام کښې قرآن

21:30 - December 08, 2019
د خبر لمبر: 3482571
نړیواله ډله: د تایلینډ نهم باچا بومیپول آدولیاده و چې په ۱۹۶۸ کال کښې په تایلنډي ژبه کښې د قرآن کریم د ژباړې حکم ورکړ. هغه د مسلمانانو آسماني کتاب په ښکلا سره توضیف کړی دی.

د ایکنا راپور له مخې، په بنکاک کښې د ایران کلتوري سازمان نه په نقل، پنځم دسمبر د تایلینډ د باچا (باميبول ادوليادج Bhumibol Adulyadej) د زوکړه ورځ ده چې په دغه هیواد کښې د پلار د ورځ په نوم ټاکلي شوي. هغه د تایلینډ د اقلیتي مسلمانانو او د خلکو ترمینځه ډېر ارزښت او لوړ مقام لري.
دې بودایي باچا په ۱۹۶۸ کال کښې په تایلنډي ژبې د قرآن کریم د ژباړي حکم ورکړی و او په ۱۴۰۰ ه. ق کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد په ورځ یې چاپ او د دغه هیواد مسلمانانو ته ډالي کړو. دا ژباړه تراوسه په دغه هیواد کښې د قرآن کریم رسمي ژباړه شمیرلي کېږي.
د تایلینډ نهم باچا د قرآن او د اسلام په اړه ویلي دي: د مسلمانانو کتاب قرآن ارزښتناک شریعت او سنتونو لري. د مسلمانانو مقدس کتاب د انسانو لپاره د ژوند بیلګه ده چې په فکري او عملي ډول انساني ارزښتونو ته وده ورکوي. نو بس هر څوک چې د قرآن کریم په معنا او ژورو مفاهیمو کښې د پوهې لپاره هڅه وکړي او ورسره نور علمونه هم ترلاسه کړي، یقینا د ټولني د اقتصادي او ټولنیزه پرمختګ لپاره یو ګټور او کامل انسان وي.
د تایلینډ د باچاګانو په سلسله کښې له بومیپول آدولیاده په لوړه کچه خلکو درناوی کړی او د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د زیاتو خدمتونو سرچینه وه. هغه د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۳ نیټه په ۸۹ کلنۍ کښې له دنیا ستړګې پټې کړې.
په تایلینډ کښې د باچا مقام د بودایي دین له مقدس اړخ سره تړون لري او باچا تل په دودیز ډول د دیني شعائرو او مناسک د اجرا کولو لپاره په ځانګړي توګه پام کوي.

د تایلینډ د نهم باچا په کلام کښې قرآن

https://iqna.ir/fa/news/3862577

captcha