IQNA

په عربستان کښې د قرآن کریم د تحریف په اړه د ټولنیزو چینلو د فعالانو غوسه

14:43 - January 28, 2020
د خبر لمبر: 3482736
نړیواله ډله: د سعودي عربستان لخوا په عبراني کې خپره شوې د قرآن کریم په وروستي ژباړه کې په سلګونو غلطیو د ټولنیزو شبکو کارونکو تر منځ غوسه راوپارولې ده.

د ایکنا راپور له مخې، له عربي ۲۱ څخه په نقل، په دې وروستیو کښې د ملک فهد قرآن کریم خپرولو او چاپولو ادارې چې په مدینه منوره کښې فعالیت کوي، په عربي ژبه کښې د قرآن کریم د ژباړې یوه انټرنیټي نسخه د دغه مرکز په ویپاڼه خپره کړې ده چې د یو فلسطیني څیړونکې د څرګندونې پر اساس، په دغه ژباړه کښې ۳۰۰ لوې او څرګنده غلطۍ شتون لري.
ځینو نورو فعالانو هم تینګار کړی چې د اسلامي هیوادونو ټول مسلمانان باید د اسلامي مقدساتو د نجات لپاره له رژیم صهیونیسټانو سره اړیکو عادي کولو چې عربستان یې په ټول قدرت سره تعقیب کوي مخنیوې وکړي او باید د حرمین شریفین د نړیواله کولو غوښتنه وکړي.
دغه فعالانو همداشان پوښتنه وکړه چې د قرآن کریم دغه تحریف شوي نسخې مقصد چې له اسرائیلو روایتونو سره سمون او له قرآن کریم سره مخالف لري څه دی؟
یادونه لیکوال، د پوهنتون استاد او د نړیوالو حقوقو کارپوه محمود رفعت په خپل ټوئیټ کښې لیکې: سعودي عرب په عبري ژبه کښې د قرآن کریم ژباړه خپره کړي چې له ۳۰۰ څخه زیاتې څرګنده غلطۍ لري او په دغه ژباړه کښې تحریف شتون لري. د مثال په توګه د "سلیمان د معبد" په ځای یې مسجدالاقصی لیکلې دې چې د یهودیانو له روایتونو او عقیدو سره سمون خوړونکې تاریخې پيښو سره مطابقت ولري.
په دغه اړه، د فلسطین یو څیړونکی علاء الدین احمد د اسرائیلو چارې هم څرګنده کړي: د قرآن کریم دا ژباړه ۳۰۰ څرګندې غلطۍ لري چې د مسلمانانو عقیدو ته زیان رسوي او د یهودیانو له عقیدو سره سمون لري. په دغه غلطو کښې د قرآن کریم تحریف شتون لري.
https://iqna.ir/fa/news/3874756

captcha