IQNA

کرونائي بحران او په اروپائي اتحادئې کې درز او د پیوستون نشتوالی

0:31 - April 22, 2020
د خبر لمبر: 3483063
تهران (ایکنا) - د ایټالیا چارواکو په دې باب خبرداری ورکوي،چې که ایټالیا سقو وکړي،نو ددغې اتحادئې درست غړي سقوط کوي .

اسپانیا او ایټالیا، د اروپائي هیوادونو ترټولوزیات پوروړي هیوادونه دي .په دغو دوو متوسطو او واړو هیوادنوکې پوروړي کسان او شرکتونه ،د کرونا په خوریدا سره د نسکوریدا او دیوالیه کیدا په درشل کې دي،له دې امله ددغوهیوادونو چارواکو دکرونائي پړاؤ د تاوانونو د جبرانولو او د اقتصادي بیا رغاونې لپاره د اروپائي اتحادئې د ځانګړي پام او مرستو غوښتنه کړې ده .
په اروپا کې د کرونا ویروس پراخه خوریدا ددې لامل شوي چې د اروپائي اتحادئې هیوادونه ،د ځينو قوانینو په خلاف ورزیو سره،ددې اتحادئې د تمې وړ پیوستون او مناسب غبرګون ونه لرل شي،دې  موضوع د ایټالیا په څير  دهیوادونو لپاره بحراني شرائط سخت کړي دي،په دې توګه چې د ایټالیا لومړي وزیر ټينګار کړی،دغه هیواد په کرونائي بحران کې یوازې پاتې دی .
 جوزپه کونټې د اروپائي کمیشن د مشرې  اورزولافن ډرلیّن  د دریځ په قدرونې سره چې د کرونا په ترینګلي بحران کېله ایټالیا  څخه په ملاتړکې ئې د اروپائي پارلیمان او اتحادئې د لټۍ په علت بخښنه غوښتې  وه ووئيل،  دبحث هیڅ  پکې نشته ،ایټالیا یوازې پاتې ده . فن ډرلیّنهم په همدې علت ، په اروپائي پارلیمان کې د اروپائي اتحادئې په  نمایندګۍ له ایټالیا بخښنه وغوښتله .
  د مرستو ترلاسه کولو ته دایټالیا د اړتیا په وخت د اروپا څنګة کیدا،د اروپائي  اتحادئې  په ضد دعمومی افکارو دبدلیدا علت شوي ده.د اروپائي اتحادئېهغه چارواکي، چې تل ئې په فیصله کولو کې د څواړخیزتوب، د اروپائي اتحادئې د اصولو او قوانینو د اطاعت،او د هغې د غړو دملګرتیا او غږملتیا خبرې کولی،نن سبا نه یوازې دکرونا له بحران سره،بلکې د رواوالي او هویّت له بحران سره هم مخامخ شوي  دياو د اسپانیا او ایټالیا په څير د کمزورو هیودونو په وړاندې د فرانسې او جرمني په څير د پياوړو هیوادونو د ناسم کړچار  په دلیل  له ډيرو زیاتو نیوکو سره مخامخ شوي دي .  
په دې زمینې کې د سیاسی چارو یو کارپوه ډاګ بانډو وئيلی دي،د اروپائي هیوادونو  ترمینځ د نزدو او همیشنیو اړیکوپلویان هیڅکله عمومي مقاومت او دباؤنو ته تسلیم شوي نه دي  او هر مشکل  چې رامینځةکیږي،د هغوي ځواب د اروپا لازیات وحدت دی،خو اوس که  د اسپانیا یا ایټالیا په څير هیوادونه،که له اروپائي اتحادئې څخه ووځي یا نه،د کروناخوریدا،د اروپائي اتحادئې د پلویانو اعتبار او باؤر  تر پوښتنې لاندې وروستلی دی .
له اروپائي اتحادئې د بریتانیا له وتلو  او برګزیټ  وروسته،د ایټالیا په څير  د اروپا په لاکمزورو هیوادونو کې ښي پالو او زوړپالو بهیرونو د یوې ټول پوښتنې په ترسره کولو سره  له دغې اتحادئې د وتلو موضوع  مطرح کړې وه، خو له دغو هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د اروپائي چارواکو ژمنې او د سختو مقرراتو وضع کول  لامل شوي چې  دوي  هم په سیاست پسې نشي .
   داپه داسې حال کې  دي چې د ایټالیا په څیر هیوادونه  له کرونا ویروس خوریدا مخکې له اقتصادي بحران او د پناه غواړو له دباؤنو سره مخامخ شوي او د اروپائي اتحادئې چارواکو د اقتصادي ریاضت د سیاستونو داجرا په وړاندې له ایټالیا سره مالی مرستې کړې وې .
 اوس هم له کرونا د وروسته پړاؤ لپاره،په تیره بیا د ایټالیا او اسپانیا په څير د هیوادونو په باب د اروپائي اتحادئې جدي اندیښنه،د اقتصادي مرستو موضوع ده . اسپانیا او ایټالیا، د اروپائي هیوادونو ترټولوزیات پوروړي هیوادونه دي .په دغو دوو  متوسطو او واړو هیوادنوکې  پوروړي کسان او شرکتونه ،د کرونا په خوریدا سره د نسکوریدا او دیوالیه کیدا په درشل کې دي،له دې امله ددغوهیوادونو چارواکو دکرونائي پړاؤ د تاوانونو د جبرانولو او د اقتصادي بیا رغاونې لپاره  د اروپائي اتحادئې د ځانګړي پام او مرستو غوښتنه کړې ده .
 که څه هم  اروپائي چارواکو  د مالی مرستو او د پور د ورکولو  د بیلولو ژمنې ورکړي ، خو  دوي نه یوازې په دې ډاډ نه لري،چې  ا روپائي  اتحادیه  پخپلو ژمنو   عمل وکړي ، بلکې د مرستې او بودجې په بیلولو  کې  په توپیر هم اندیښمن دي .د ایټالیا چارواکو  په دې باب خبرداری ورکوي،چې  که ایټالیا سقو وکړي،نو ددغې اتحادئې درست غړي سقوط کوي .
 دغه شرائطو حتی  داروپائي اتحادئې هیوادونه او  پلویان هم ستړي کړي دي. د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز په دې زمینې کې خبرداری ورکړی،حتی  د اسپانیا په څير د اروپائي اتحادئې سخت دریځه هیوادونه او پلوي حکومتونه،هم  په حقیقي توګه ددغه اروپائي اورګان  ژمنتیاؤ ته اړتیا لري، اوس  پخپله اروپا  په خطرې کې ده .
 د کرونا خوریدا اروپائي اتحادیه،د پاتیکیدا او دړې وړې کیدا ترمینځ په سخت امتحان کې  اچولې ده ، که څه هم  د فرانسې د و لسمشر  او دجرمني د صدراعظمې په څير د اروپائي اتحادئې  چارواکو هم  داروپائي اتحادئې د ویشل کیدا خطره  احساس کړې ده ، خو  تر دې دمه   هغه پروګرامونه ،  پلانونه او مرستې چې ژمنې ئې شوې ده ،نه دي توانیدلي ، لاکمزوري هیوادونه  قانع کړي  او دهغوي رضایت جلب کړي ،  دغو هیوادونو په ځان له سر  دکرونا په خوریدا سره د خپلو ښاریزو مړینې او دیوالیه کیدا تجروبه کړې ده . داسې ښکاري ، اوس اروپائی چارواکي  له بخښنې غوښتنې پرته ، د جبرانولو لپاره  ډير  لږ فرصت لري .
captcha