IQNA

1:18 - December 26, 2020
د خبر لمبر: 3483928
تهران (ایکنا) - ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د حضرت عيسي (ع) د ميلاد په مناسبت له يو خاص مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
د حضرت بي بي مريم (س) ټول وجود د خوشحالۍ او غم ترمېنځ حالت کښې ؤ. له دې نه ترمخکښې پورې يې داسې يو احساس هيڅ کله نه ؤ تجربه کړے. هغه نوے زېږېدونکے ماشوم چې لکه د نور په شان ځلېدۀ خپل له مهربانۍ ډکې غېږه کښې يې ورته ځاے ورکړے ؤ او د هغو خلقو لوري ته روانه وه چې يې پوښتنه کونکو سترګو سره هغې ته کتل. د هغوي سړو او درنو کتنو او د بي بي مريم (س) پاکو او معصومانه کتنو سره تړاو لرۀ او هغه يې د هغې دندې په لاره کښې چې په غاړه يې لرله لا زياته پياوړې کوله. سملاسي اشارې او په اوچت غږ سره  رټڼې شروع شوې چې: « اے مريم! ډېر عجيبه او بد کار دې  کړے دے.» يو بل کس ويل: « اے د هارون خورې! نه دې پلار بد سړے ؤ او نه دې مور بدکاره ښځه وه» بي بي مريم (س) چې د بندګۍ د پاکۍ او خلوص يوه تجلي وه بې له څه خبرې کولو خپل ماشوم ته اشاره وکړه. هغوي په مسخرې سره وويل: « څه ډول هغه ماشوم سره چې په زانګو کښې پروت دے خبرې وکړوو؟ ‎» ناڅاپه ماشوم په خبرو کولو شروع وکړه او وې ويل: « زۀ عيسی د خداے پاک بنده يم؛ او ما ته آسماني کتاب راکړے شوے دے او زۀ په پېغمبرۍ مبعوث شوے يم او زۀ چې په هرځاے کښې يم زما وجود له برکته ډک ګرځولے شوے دے او تر هغه وخته چې ژوندے يم  ما ته يې د نمانځۀ او زکات سپارښتنه کړې ده.... د خداے سلام دې وي په ما باندې او په هغه ورځ باندې چې زۀ پکښې وزېږدم او په هغه ورځ چې به مرم او په هغه ورځ چې بيا به ژوندے راپاڅولے شم.»
د خداے د ستر نبي او له نور او سرور نه ډکې هستۍ حضرت عيسي مسيح (ع) نېکمرغه ميلاد دې د نړۍ ټولو موحدان او د يو خداے پرستش کونکو ته مبارک وي.
د نوي ميلادي کال په ابتدائي ورځو کښې شتون لروو. د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې زياتره مسيحيان د کرسمس د جشن او د نوي کال د رسوماتو د ادا کولو لپاره د تياريو په حال کښې دي. البته د کورونا حالاتو د دغه اختر شور او زوږ کم کړےدے او ټول دا دعا کوو چې دغه وائرس له نړۍ کډه په سر شي او په راتلونکو کلونو کښې په ټولو اخترونو او جشنونو کښې د نړۍ  خلق بې له څه سټرېس او اندېښنې او په ښادۍ او خوشحالۍ سره د يو بل  ترڅنګه راغونډ شي.
د اناجيل په اقوالو کښې د حضرت عيسي (ع) ميلاد د دسمبر ۲۵ او د کرېسمش له اختر نه څو ورځې مخکښې دے. مسيحيان د حضرت عيسي مسيح د ميلاد د جشن د جوړولو لپاره کليساګانو ته ځي، ځينې هم په سړکونو او لارو کوڅو کښې ديني سندرې وائي او د دغې ورځې شکر ادا کوي.
دغه الهي پېغمبر نه يوازې له پلار نه بغېر او له پاکلمنې مور څخه په عجيبه او معجزانه توګه زېږېدلے دے بلکه ټول ژوند يې له الهی اعجازونو او معجزو ډک دے چې په قرآن کريم کښې په ښکلا سره بيان شوي دي.
آسماني کتاب قران مجيد په ډېرې ښکلې او داستان ډوله توګه د حضرت بي مريم (س) او حضرت عيسی (ع) د ژوند خاص ټکي انځور کړي دي او حضرت عيسی (ع) او د هغه لوړ رتبه مور بي بي مريم (س) يې په ډېر نېک شکل سره ياده کړې ده.
حضرت بي بي مريم (س) د مسلمانانو په عقيده د نړۍ له څلورو نامتو مېرمنو څخه ده. پلار يې عمران ؤ او مور يې چې حَنّه نوميده ډېره صالحه او په يو خداے پاک باندې عقيده لرونکې وه. قرآن مجيد په سورۀ آل عمران کښې د مريم د مور نذر او د هغې د زېږېدنې او سترېدو به اړه يو لړ په زړۀ پورې او د اورېدو وړ ټکي بيانوي. د مريم مور د حامله کېدو په وخت نذر کوي چې که بچے يې هلک وي نو له ماشومتوب څخه به يې د خداے لپاره او د معبد په خدمت لګيا کوي.
 (آيه 35 سوره آل عمران)
د سورۀ آل عمران ۳۶ آيت کښې د حضرت بي بي مريم (س) د مور بي بي د ژوند په باره کښې راغلي دي: « خو کله چې حمل وضع کړ نو معلومه شوه چې بچے يې جينۍ ده،له غم او خفګان سره مخ شوه ( چې کېدې شي نذر ادا نه کړې شي) او د خپلې لور نوم يې مريم يعنې د معبد خدمتګاره کېښود چې يې د عبادتګاه په خدمت وګماري.»
بيا کاهنان د بي بي مريم (س) د کفالت په اړه له يو بل سره په خبرو اترو او بحث بوخت شول تردې چې ورباندې پچه واچول شوه او بچه د زکريا په نامه راووته .  (آيه 44 سوره آل عمران)
حضرت زکريا چې په تقوا او پرهېزګارۍ کښې له ټولو اوچت ؤ او د تقوا او سعادت لوري ته د خلقو لارښود ؤ د بي بي مريم کفالت په غاړه واخېست. مريم په معبد کښې خدمت بوخته وه چې بلوغت ته ورسېده، دغه وخت حضرت زکريا (ع) بي بي مريم (س) لپاره به معبد کښې يو سرپټے ځاے جوړ کړ چې هغه بي بي د نورو له سترګو لرې په دغه ځاے کښې د خداے پاک په عبادت بوخته شي او له زکريا نه بغېر هيڅوک هلته داخل نه شي.
بي بي مريم (س) به په خپل عبادت ځاے کښې له خپل  حقيقي معشوق خداے پاک سره داسې په مناجاتو او او رازونيا لګيا وه چې له آسمانه به ورلره الهي مائدې نازلېدې.
د سورۀ آل عمران په ۳۷ آيت کښې په دې اړه راغلي دي: کله چې به زکريا د مريم د عبادت محراب ته ورتلۀ نو په محراب کښې به يې تيار خواړۀ  ليدل. يوه ورځ يې ترې پوښتنه وکړه، اے مريم! دا خواړۀ له کومه ځايه راځي؟ مريم وويل، د خداے لخوا دي چې هر چا ته وغواړي بې حسابه روزي ورکوي.» هغې پاکې بي بي به جنتي خواړۀ خوړۀ چې د حضرت عيسی (ع) په شان پاک او لوړ مرتبه فرزند نړيوالو ته ډالۍ کړي.
خداے پاک په قرآن مجيد کښې مريم په بزرګۍ او عظمت سره ستائي او نه يوازې له ښځو بلکه له ټولو مومنانو غواړي چې حضرت مريم (س) دې د ځان لپاره بېلګه وګرځوي. د سورۀ تحريم په ۱۳ مبارکآيت کښې فرمائي: او خداے د مومنانو لپاره د عمران د لور مريم مثال ورکوي.»
په قرآن مجيد کښې په ښکلا سره د حضرت بي بي مريم (س) او د هغې او د هغې د فرزند او د خداے د نبي،ستر مبشر او هدايت کونکي معرفي کول د دې سبب شوي دي چې نه يوازې مسيحيان بلکه مسلمانان هم د حضرت عيسي (ع) او د هغه د مور بي بي مريم (س) لپاره د زيات عشق او احترام قائل شي او دغه دواړه الهي شخصيتونه له زياتو اړخونو د مسلمانانو الهام بخښونکي شي.
ارواښاد فقيه علامه کاشف الغطاء په دې باره کښې داسې وائي: « که مونږ هغه تعريف او ستائنه چې قرآن مجيد حضرت عيسی (ع) او د هغه د قدرمنې مور بي بي مريم (س) په اړه بيان کړې نه لرله نو د بشريت نړۍ به د حضرت عيسی (ع) عظمت او سپېځلتيا څخه نه وه خبر، ځکه چې که ټاکل شوې وه د حضرت عيسی (ع) د مقام او مرتبې د پېژندلو لپاره  مو اناجيل ته مراجعه کوله نو قلم به شرمېدۀ چې د هغه حضرت په وصف کښې هغه مطالب بيان کړي.»
يو ډېر ښکلے عبارت چې په قرآن مجيد کښې د حضرت عيسی (ع) په باره کښې بيان شوے دے د خپلې مور بي بي په اړه د هغه احترام او عاجزي ده. هغه ډېر مهم اخلاقي فضيلت چې په اسلامي روايتونو کښې هم ورته خاصه او جدي پاملرنه شوې ده فرزندان يې د والدينو په اړه په تېره بيا د مور په اړه له هر ډول بې پامۍ او سرکشۍ څخه منعې کړي دي. حضرت عيسی (ع) فرمائي: « خداے پاک زۀ د خپلې مور په اړه نېکوکار او نېک چلنه ګرځولے يم او ظالم او بدچلنه يې نه يم ګرځولے. ( سورۀ مريم آيت ۳۲)
يو د خداے د ستر پېغمبر حضرت عيسی (ع) د شخصيت يو بل زرين ټکے چې قرآن مجيد ورته پاملرنه کړې ده د هغه حضرت د خداے بنده والے او د هغه مطيع والے دے.  يو مهم ټکے چې د هغو له شرک نه ډکو ډېرو تعبيراتو باوجود چې هغه حضرت ته يې نسبت ورکړے کيږي له هغه څخه لرې کيږي. د سورۀ مريم په ۳۰ او ۳۱ آيتونو کښې راغلي دي: « ناڅاپه عيسی خبرې شروع کړې او وې ويل: زۀ د خداے بنده يم هغه ما ته آسماني کتاب راکړے دے او زۀ يې پېغمبرګرځولے يم او هر ځاے کښې چې یم زما وجود له برکته ډک ګرځولے دے او تر هغه وخته چې ژوندے يم ما ته د نمانځه او زکات سپارښتنه کړې ده.» قرآن کريم د اهل کتابو د تصور په اپوټه هغه خداے نه بلکه د خداے پاک مطيع بنده معرفي کوي او په وضاحت سره هغه له هرډول تثليث او څو پرستۍ څخه مبرا کوي.
حضرت عيسی (ع) د نورو الهي پېغمبرانو عليهم السلام په بان زاهد او عابد ؤ او ځان به يې د دنيا له پړق پړوق او ښکلاو لرې ساتۀ. امام علي (ع)د حضرت عيسی (ع) د ژوند د سبک په باهر کښې فرمائي: « بالښت يې تيګه، جامې يې سختې او خوراک يې ناګواره ؤ. پخ کړے يې لوږه، په شپه کښې يې ډيوه سپوږمۍ او د ورځې څپر يې د زمکې ختيځ او لويديځ ؤ. مېوه او سبزي يې هغه ګياګانې وې چې په مختلفو سيمو کښې به کېدې.»
همدارنګ رنګ امام موسی کاظم (ع) د حضرت عيسي (ع) له خولې د خالص ايمان د خوږوالي په باره کښې فرمائي: « حضرت مسيح (ع) وفرمايل:  اے بدو بندګانو غنم پاک او صفاء کړئ او ښۀ يې اوړۀ کړئ چې خوند يې وڅکئ او نصيب مو شي. همدارنګ خپل ايمان مو خالص او کامل کړئ چې خوږوالے يې بيامومئ او سرانجام يې درته ګټه اورسوي.»
حضرت عيسی بن مريم (ع) د نورو الهي پېغمبرانو په شان د خداے پاک لخوا د انسانانو د هدايت لپاره راولېږل شو چې بشريت ابدي فلاح او سعادت ته هدايت کړي. هغه د اعجاز قدرت او د پرهېزګارۍ روح لرۀ. هغه به په ماشومتوب کښې د يو بالغ سړي په شان خبرې کولې او خلقو ته به يې وعظ او نصيحت کوۀ. مړي به يې په خپل مسيحائي دم سره ژوندي کول. په خپلو لاسو سره به يې له لږې خټې څخه مارغۀ جوړوۀ او پکښې به يې پوکل او هغه د خټو مجسمه به په حقيقي او ژوندي مارغه بدلېده او د هغه له مبارکو لاسو به يې الوت کوۀ. د ړوند په سترګو به يې لاس راکښۀ هغه به بينا کېدۀ او د خپل پېغمبر نوراني جمال به يې ليدۀ چې ورته په مهربانۍ سره وګوري. بېشکه عيسي مسېح راغلے چې د نېکو او مهربانه چلندونو په پراختيا او له طاغوتيانو او بدعتونو سره په مبارزې سره چې د هغې زمانې د يهودو دنيا طلبه عالمانو خپاره کړي وو زړونه د خوبيو، نېکيو او فضيلتونو لوري هدايت کړي.
هغه حضرت په ځلونو  خپلو نزدې ملګرو او حواريانو ته وعده ورکړې وه چې له ما نه وروسته به هغه پېغمبر مبعوث کيږي چې نوم يې احمد دے او کتاب او شريعت به لري. بې شکه پېغبران عليهم السلام د يو بل تصديق کونکي وو او هيڅ يو د انساني او معنوي عظمت لوري ته د بشريت له هدايت نه بغېر څخه هدف او مقصد نه لرۀ. قرآن مجيد ته مونږ ته فرمائي چې حضرت عيسی (ع) په صليب اوختۀ او نه ووژل شو، بلکه خداے پاک هغه آسمانونو ته بوتۀ او د حضرت امام مهدي (ع) په ظهورسره به حضرت عيسی (ع) هم ظهور او رجعت کوي.
--------------
تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: