ایکناخبری آژانس راپور راکوي ،دروژې د مبارکې میاشتې او د روژې د ساتنې په باب ډيره حدیثونه موجود دي . دروژې مبارکې میاشتې دیرش یا نهه ویشت ورځې روژې ساتل کیږي ، چې په دې اړه ډير اداب او ځانګړنې هم بیان شوي دي .
په دغه کتاب کې لیکل شوي دي ،د ناسمو کارونو له ترسره کیدا څخه د بدن د غړو د ساتلو په باب د اسلامی ګران پيغمبر اکرم (ص) فرمائي؛کله یوه روژي انسان ته بد رد وئيل کيږي ، او هغه په ځواب کې ووائي پر تادې درود وي ،زما روژه ده ،خدای تعالی فرمائي؛زما بنده روژې ته مخه کړې او هغه د اور له شره وساتئ او بهشت ته ئې وارد کړئ ::
حضرت امام محمد باقر علیه السلام هم فرمائي؛ هرڅوک په رمضان میاشت کې روژه وساتي او دشپو یوه برخه په عبادت کې تیره کړي ،خپله خیټه او خواهشات کنټرل کړي، خپله ژبه او سترګې له ګناهانو محفوظې وساتي ، دخلکو له کړاؤه ځان وساتي ،له ګناهانو لیرې شي،نو داسې پاک کیږي، لکه چې په کومه ورځ له خپلې موره زیږیدلی وي .
په روژې کې خوشبوي لګول او معطر کیدا سپارښتنې شوي دي ، لکه څنګه چې حضرت امام جعفرصادق علیه السلام فرمائي؛عطر او خوشبوي د روژتي ډالۍ ده :::
له ناخوښو او بدو ځایونو او کارونو لیرې پاتیکیدل.
خپل زړه له پلتیو او د کبر ،حسد ، ضد او نورو ناخوالیو پاک ساتل .
له ریاکارۍ او ځان منامئ ډډه کول ،د روژې او روژتي احترام ساتل ،د لوند لباس نه اغوستل ، د میرمنو لپاره وئيل شوي دي ، چې په اوبو کې دې نه کښیني ، همداراز دې له خپلو خاوندانو سره له نفساني خواهشاتو ډکې خبرې نه کوي.
له مسافرته ډډه کول ،البته ضروری مسافرت مبرا دی . دغه راز دې په خوله کې له خوراکي شیانو یا ژاولو ژَوَلو ډډه کول .
په کنزالمرام فی اعمال شهر الصیام نومې کتاب کې چې د روژېې دمبارکې میاشتې له عبادتونو ،اعمالونو او دعاګانو لپاره مخصوص دی راغلی دي ،روژتي باندې خداي تعالی هم ویاړ کوي .