ایکناخبری آژانس د SK Today News له قوله راپور راکړ،د سند لوړې محکمې یا هائي کورټ د لیندۍ یا قوس د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه دغه غوښته په دې دلیل رد کړې چې ایمان یوه شخصي چاره ده او محکمه په دې کې ګوتې نشي وهلی.
د لوړې محکمې په دغې فیصلې کې راغلي دي،د اساسي حقوقو په بڼه کې د ښونې او روزنې په درسي پروګرام او نصاب کې بدلون نشي راوستلی . د اساسی قانون د شلم اصل په اساس ښاریزو لپاره دیني آزادي ورکړل شوې او حکومت ئې د خلکو په دینی چارو کې د لاسوهنې منع کړی دی.
د سند صوبې لوړې محکمې یا هائي کورټ په دغې فیصلې کې وئيلي دي،د قدرت د درو رکنونو،یعني د قضایه قوې،مقننه قوې او مجریه قوې په رول لوبونې کې انډول برابر کړی دی.د پاکستان اساسی قانون،د حکومت له دخالت پرته له خپلو اساسی حقوقو څخه د استفادې حق،ترهغه مهال چې قانون چخڼي نشي تضمینوي.
داپه داسې حال کې دي چې د غوښته د وړاندې کونکي د وکیل په وینا،د ښونځیو تعلیمي نصاب ته د قرآڼ ورزیاتول،د پاکستان د هیواد د اسلامی کیدا په دلیل،خلکو ته دقرآن او دهغه د ژباړې ورزده کول ضروري دي.
دمګړئ اسلامی معارف د پرائمرئ او مډل کلاسونو د زده کونکو لپاره په اختیاري بڼه تدریس کیږی. له بل پلوه قرآن کریم په ترجمې سره درستو محصیلینو ته تدریس کیږي.هغه خبرتیا چې د سند صوبې د ګورنر د سکرټریټ له خوا خپره شوې،بیانوي چې دغه موضوع پر اوسنیو اسلامی درسونو سربیره ده چې دمګړئ په پوهنتونونو کې هم تدریس کیږي.