IQNA

میرمن،د اسلام له نظره د ژوند او روح د آرامښت وسیله ده

6:47 - January 31, 2023
د خبر لمبر: 3486828
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د اعراف سورې ۱۸۹آیت دغه ټکی یادوي چې ښځه او  واده کول د اسلام په لیدتوګې کې د ژوند او ورح د آرامښت عامل دی اوسړی د واده په وسیله او د یوې میرمنې ترڅنګپه دریدا سره آرامښت ته رسیږي او دا د کورنۍ په مرکز کې د میرمنې دچورلیزتوب ښودنه کوي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د مرغومې د میاشتې په څوارلسمه نیټه د لومړي ځل لپاره د میرمنو له مختلفو پرګنو سره جلا کتنه کړې اوپه دغې کتنې کې ئې د خپلې وینا لپاره له قرآن کریم څخه په ډيرو زیاتو آیتونو استناد  کړی چې ممکنه ده تر نن پورې په روان کال کې په قرآن کریم د دوي ترټولو استناد کونکي وینا وي چې ددغو آیتونو اصلي چورلیز کورنۍ او د دیني ژوند په سټایل کې د سړي او ښځې اړیکې دي چې په هغو استنادونو کې د احزاب سورې۳۵آیت،د یس سورې ۳۶آیت،د آل عمران سورې ۱۹۵آیت،دبقرې سورې ۲۲۸آیت،د تحریم سورې له لسم تر دولسم پورې آيتونه،د قصص صورې ۹آیت،د ذاریات سورې ۴۹آیت،د اعراف سورې ۱۸۹،د روم سورې۲۱آیت او د توبې سورې ۲۴آیتونه شامل وو.

ددغو راپورونو د لړۍ په پنځمې او ترټولو و وروستۍ برخې  کې د اعراف سورې د ۱۸۹آیت په باب د تفسیر او ځینو ټکو ارزونه کوو، چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود دخپلې وینا په یوې برخې کې  په دغه آیت باندې په استناد سره وفرمائيل؛میرمن په کورنۍ کې په یووخت دهمسرئ په رول کې ظاهریږي،یوه وخت د مور په رول کې ظاهریږي،هر یو ئې مختلف خصوصیتونه لري. د همسرۍ په رول کې میرمن په لومړۍ درجې کې د آرامښت سمبول ده،؛وَ جَعَلَ مِنها زَوجَها لِیَسکُنَ اِلَیها؛ آرامښت، ځکه ژوند ډيرې ټيې هسکې لري،سړی د ژوند په دغه سمندر کې په کار بوخت او له ټيټو هسکو سره لاس او ګریوان دی،کله کور ته ځي ،نو آرامښت ته ضرورت لري .د غه آرامښت اوسکون میرمن په کور کې ایجادوي،؛ لِیَسکُنَ اِلَیها؛ [یعنی] یعنی سړی دمیرمنې ترڅنګ آرامښت احساس کړي،میرمن د آرامښت زمینه ده . د همسر په توګه دمیرمنې رول  عشق او آرامښت  دی،

متن آیه: «هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ»

 ؛هغه دی  هغه څوک چې ته ئې له یوه واحد نفس څخه وپنځولې  او دهغه جوړه ئې ورڅخه وپنځوله څو آرامښت ومومي. نو پس (آدم) له هغې (حوا) سره  یو ځای شو او هغه امیندواره شوه،سپک پيټی.او وخت ئې تیر کړ او کله ئې پيټی دروند شو،خپل پروردګار خداي  ته ئې ندا وکړه چې که  مونږ ته ښه (بچی)عطا کړئ نو په پریکنده توګه به شکرګوزار ووسو::

ترجمه آیه: «اوست آن كس كه شما را از نَفْس واحدى آفريد و جفت وى را از آن پديد آورد تا بدان آرام گيرد. پس چون [آدم‌] با او [حوّا] درآميخت باردار شد، بارى سبك. و [چندى‌] با آن [بار سبك‌] گذرانيد و چون سنگين‌بار شد، خدا، پروردگار خود را خواندند كه اگر به ما [فرزندى‌] شايسته عطا كنى قطعاً از سپاسگزاران خواهيم بود

https://iqna.ir/fa/news/4117794/

 

captcha