ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،افغانستان ته د فاسدو عناصرو په ورستنیدا اندیښنه لری او باید د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په دې اړه ډير هوښیار او ځیر ووسي..
دا ندیښنه په داسې حال کی مطرح کیږی چی په وروستیو کې له افغانستانه تښتیدلی کسانو چی زیاتره په ترکیې کې راغونډ شوی دي د جرمنی د میونیخ له وروستۍ امنیتی غونډې وغوښتل چی له طالبانو حکومت سره د مقابلې لپاره د هغو له مخالفو ډلو سره ملګرتیا وکړی . دا په داسې حال کی دی چی افغانستان له څلورو لسیزو داخلی مشکلاتو وروسته دوامداره امنیت او سولې ټینګیدا ته اړتیا لری او د افغانستان خلک هم د داخلی جنګ او کډوال کیدا ظرفیت نلری .
په دې اساس افغانستان ته د فاسدو عناصرو د ورستنیدا په اړه د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا اندیښنه په افغانستان کې له سولې او ثبات سره د شیعیانو د دلچسپۍ ښودنه کوی ، خو په عین حال کی طالبانو ته خبردارې هم کیدلې شی چی په افغانستان کی د پراخ بنسټه دولت د جوړولو په لړ کې د بهرنیو عناصرو او مخالفانو ترمینځ د هر ډول غږملتیا د بندیز لپاره اقدام وکړی .
په افغانستان کې د پوهنتون استاد عبدالطیف نظری په دې باره کی وایی افغانستان له بل هر وخت زیات ملی وحدت ته اړتیا لری او دا وحدت یوازې د قدرت په جوړښت کې د ټولو مذهبی او سیاسی ډلو او قومونو د شتون په بڼه کې رامینځته کیدلې شی . دقیقا هماغه ټکې چی د افغانستان دښمنان کوشش کوی چی دغه وحدت ته ګوزار ورکړی او افغانستان بیا له داخلی مشکلاتو سره مخامخ کړی . له دې امله په ملی ځیرتیا سره په افغانستان کی د نوی غمیزې د رامینځته کیدا مخینوی کیدلې شی .
د افغانستان د بدلونونو تاریخ ته کتنه ښی چی په کابو وروستیو سلو کلونو کې هیڅ نظام چی په سیاسی ، مذهبی او قومی انحصار پالنې ولاړ دی ، دوام ندې موندلې او په نهایت کی په ماتې محکوم شوی دی .
په حقیقت کی ویلی شو چی افغانستان ټول معاصر سیاسی نظامونه تجروبه کړی دی او زیاتره ګوزار یې د قدرت له انحصار پالنې خوړلې دې .
له دی امله د افغانستان خلک تمه لری طالبان د افغانستان سیاسی بدلونونو او همداراز په دغه هیواد کې د واک له خپل پخوانی پړاوه په درس اخیستلو سره په خپلې واکوالۍ کې د اساسی بیا کتنې په لړ کې حرکت وکړی او د ټول شموله دولت د جوړولو زمینه برابره کړی چی په دغه کار سره د افغانستان د خلکو دښمنان او مخالفې ډلې څنګته کولې شي ، که نه وی نو طالبان به بیا په هماغه لارې لاړ شي چی دوې لسیزې مخکې ناکامه شو او د پوځی لاس وهنې اجازه یې ورکړه .
په هر حال داسې ښکاری هماغه ډول چی په وروستیو کی روسیې هم طالبانو ته په قدرت کې د انحصار پالنې او د عمومي خلکو د تمو او حقوقو باندې د سترګې پټولو په اړه خبرداری ورکړ .
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د اندیښنې څرګندول طالبانو ته مناسب خبرداری کیدلې شی او دا چی د افغانستان ټولنه په واکوالۍ جوړښت ته یوه اساسی بدلون ته اړتیا لری تر څو له دې مخکې چی دښمنان لاس په کار شي ، طالبان د ملی غږملتیا په لړ کی ګام پورته کړی .
د افغانستان شیعیانو تل دتاریخ په اوږدو کې د دغه هیواد د امنیت د تثبتیدا په لړکی کوشش کړی دی او د عالمانو شورا دغه خبرداری او اندیښنې څرګندول باید یوه ساده مسله ونه بلل شی.