IQNA

قرآن څه وائي/49

ددښمنانو د خاین او غدار چلند ملهم او درملنه

8:27 - April 17, 2023
د خبر لمبر: 3487202
ایکنا-(تهران) د  ایمان د لارې ټاکل داسې سختیانې لري چې یوه ئې د بدغواړو ددښمنۍ زغمل دي . قرآن کریم ددښمنانو د نیّت په باب په خبرداری سره ددښمنانو د خاینو او غدارو چلندونو  لپاره ملهم یا  درملنه  وړاندې کوي.

 د ایمان لاره تل یوه روښانه او  هواره لاره ده . که څه هم له ځينو سختیانو سره یو ځاي ده،خو قرآن کریم  د انسانانو دددغه مومن ډوله حرکت  ددوام لپاره یو لړ وړاندیزونه،البته په عین حال کې اغیزشیندونکی درملنه  وړړاندې کوي.

یوه هغه موضوع چې مومنان ورسره دخپل مومنانه  حرکت په لاره کې  مخامخ دي ، ددښمنانوبدغوښته  ده.د ؛دښمن ؛عبادرت، دلته دهغو کسانو پرګنې ته اشاره لري چې په هر یوه دلیل سره له مومنانه حرکت سره مخالفت کوي او هڅه  کوي،د مومنانو په لاره کې خنډونه رامینځةکړي.

«هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ ...؛  تاسو هغه کسان یاست چې  ورسره مینه کوئ ،خودوي تاسو سره مینه نه کوي (د آل عمران سوره -119). دښمن البته کله هم د دوست په جامه کې وي او ځان  خیر غواړی بریښوي، دا سې چې  کله ممکنه ده ،له داسې کسانو وي چې په ظاهره په اینجیل اوتورات ایمان لري، خو واقعیّت دا دی  چې  ددغه شان کسانو ددښمنۍ ذات  د دوي د حقیقت ضده روحیې ښودنه کوي.

خداوندمتعال  په ورپسې آیت کې  مومنانو ته آرامښت ورکوي او په ډاګه واي ، چې ؛خداي تعالی په هغه څه چې  ترسره کوي ئې ښه پوهیږي :،نو داندیښنې وړ  نه ده او هغه څه چې  دتاسو په غاړه دي ،یوازې ، ددیندارئ په لاره کې استقامت دی :.

إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ؛ که تاسو سره ښه وشي او نیکې درورسیږي،نودوي خپه کیږي او که  د تاسو لپاره ناببره پيښه رامینځةشي ، نو خوشالیږي،(خو) که (ددوي په وړاندې ) استقامت او پرهیزګاري غوره کړئ ،نو د دوي (خاینې) نقشې  تاسو ته هیڅ تاوان نشي دررسولی،خداوند په هغه څه چې ئې ترسره کوي، بشپړ مسلط دی(آل عمران سوره-120)

دغه آیت د دوست او دښمن د پيژندګلوئ لاره بیانوي چې  هغه ،د مسلمانانو د کامیابۍ  او یا ناکامۍ په موقعو کې د نورو عکس العمل او روحیاتو ته توجه ده.

له دغه آیته په مخکې آیتونو کې ،مسلمانانو ته سپارښتنه شوې ده چې دښمنانو سره نه ملګرتیاکوي او نه ورسره دوستي کوئ. دغه آیت فرمائي؛ دغه چلند ممکنه ده ،ډیر تاوان ولرل شي او  دوی د تاسو په ضد دسیسه وکړي، پر دې اساس تاسو باید صبرناک او تقوا لرونکي ووسئڅو  ددوي چلول تاسو ته کوم تاوان ونه رسوي.

دغه آیت مونږ ته څو سپارښتنې کوي

  • د دښمنانو حسد او دښمني تر دې حده ده چې که تاسو ته لږ خیر هم دررسیږي، نو دوي خپه کیږي،«إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ»
  •  په مسلمانانو کې د دښمن دنفوذ لار، یا دمونږ ویره او  تمه  ده او یا دمونږ بې پروائي او تقوا دار نه شونه چې صبر او تقوا ، دددوي لاره چاره ده،«إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا لا يَضُرُّكُمْ».
  • خداوندمتعال له هغو حاسدانو سره چې  د مونږ په ودې خپه دي، صبر او تقوا د کامیابۍ کلي  او حل لاره ده. «إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا لا يَضُرُّكُمْ» 
  • خداوند ددښمن د روحیاتو په ایشوا کونې سره ،مسلمانانو ته  هم روحیّه ورکوي او هم ئې ویښ او بیدار ساتي. «إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ... لا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ»  
captcha