د قرآن کریم نهه اویایم سوره ؛نازعات ؛نومیږی. دغه سوره په 46آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . نازعات یوه مکي سوره ده چې دنزول په تربیب کې یو اتیایمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.
دغه سوره په دې دلیل چې په نازعاتو باندې د خدا په سوګند سره پیلیږي،؛نازعات؛نومول شوې ده. نازعات،یعني هغه فرښتې چې ژوند اخلي.
د سورئې په پيل کې خداي تعالی پنځه قسمونه کوي،هغه فرښتې چې په سختۍ سره ژوند کوي،هغه فرښتې چې ژوند په آرام سره اخلي ،هغه فرښتې چې لمبوزنې دي،مخکښې او تدبیرکونکي.
د تفسیر نمونه په اساس ،د سورئې محتوا په شپږو برخو کې خلاصه کیږي.
د قیامت د ورځې په تحقق ټينګار،په ډيرو سوګندونو سره،د قیامت وحشتناکو و ویرونکو انځورونو ته اشاره ،دحضرت موسی کیسې ته لنډه اشاره او د پيغمبر او مومنانو د آرامښت لپاره دفرعون برخلیک اوالبته مشرکانو ته خبرداری او په دې خبرې ټيڼګار چې د قیامت انکار کول،انسان د کومو کومو ګناهانو په لورکاږي.
د هغه څه په اساس چې په دغې سورې کې راغلي دي ،پرآخرت باندې دنیا ته ترجیح او دخداوندمتعال په مقابل کې د سرکشۍ له آثارو څخه د هواونفس څخه پيروي ده او دخداوند له مقام او منزلت څځه له ویرې او ترس څځه په هوا و نفس سره مقابله. همداراز وئيل شوي دي ، د خداي په وړاندڼې د انسان نافرمانۍ او سرکشۍ دلیل،د انسان ځان لوي بلل دي او دا ځان منامي یا ځان لوي بلل د خداوندمتعال او دهغه د مقام دنه پيژندنې په دلیل دي .په مقابل کې دخداي تعالی معرفت له هغه سره له مخالفته د ویرې او پر نفساني خواهشاتو د مسلط کیدا سبب کیږي.
ددې سورې په دوام کې ، په آسمان او مځکې کې دخداوند متعال دقدرت د هغو نښو نښانو مثالونه چې پخپله دلیل دي ،د معاد او له مرګه د وروسته ژوند د امکان لپاره بیان شوي دي. همداراز د دغې سورې یوه برخه هم د قیامت پيښو او د نیکو کسانو انعام او د ګناهګارانو برخلیک ته هم اشاره کوي.ددغې سورې په پاي کې هم ټينګار کیږي چې هیڅوک د قیامت د ورځې له پيښیدا څخه خبر نه دي،البته همدغه اندازه مسلمه ده چې دا پيښه نزدې دی.
ددغې سورې په ځينومهمو ټکو کې د سورئې دیرشم آیت ته اشاره کولی شو چې دمځکې پراخوالي ته اشاره کړې ده . دمځکې له پراخوالي څخه مقصد،د اوبو له لاندې څځه د مځکې د وچې بهر پراخوالی دی. په ځينو حدیثونو او تاریخي کتابونو کې هم راغلي دي ،هغه لومړني ځایونه چې له اوبو لاندې څخه راپورته شوي دي ،دمکې یا کعبې مځکه وه.