IQNA

قرآني سورې/84

په انشقاق سورې کې ددنیا د پاي نښې نښانې

10:27 - June 14, 2023
د خبر لمبر: 3487471
ایکنا-(تهران) دا چې دینا به څرنګه پای ته ورسیږي، یوه پوښتنه ده چې  د انسان ذهن ئې پر ځان بوخت کړی دی. ددې پوښتنې ځواب د قرآن کریم په مختلفو برخو کې لیدل کیږی ،د مثال په توګه  د آسمان څيرې کیدل او د مځې بلیدل چې قطعی پيښې دي.

د قرآڼ کریم د څلور اتیایمې سورې نامه انشقاق ده.ده سوره په 25آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .انشقاق چې یوه مکي سوره ده،دنزول په ترتیب کې درې اتیایمه سوره ده چې  د اسلام پرګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده.

ددغې سورې  انشقاق نومل ؛څيرې کیدل؛  ددې سورې په پیل کې د قیامت د پيلیدا په وخت دآسمان څیرې کیدا یا بیلیدا په باب د خبرو په دلیل دي.

 انشقاق سوره د معاد او ددغې دنیا د پاي او دقیامت د نښو نښانو په باب خبرې کوي.

 اشنقاق سوره د نورو مکی سورو په شان دمعاد په باب  خبرې کوي او د هغه او د آخرت پيښې انځوروي.په دغو پيښو کې د آسمان شلیدا یا څيرې کیدا ته اشاره کوي او بیا د وو ډلو حال احوال ته مخه کوي؛ لومړۍ ډله؛اصحاب یمین؛ده چې د عملونو نامه ورته د دوي په ښي لاس کې ورکوي و دوهمه ډله هم ؛اصحاب شمال؛ دي چې د عملونو نامه  ددوي کیڼ لاس ته ورشړل کیږي.

په تفسیر المیزان کې د سورې اصلي چورلیزونه د قیامت د ورځې جوړیدا،خپل پروردګار ته د رسیدا لپاره د انسان هڅه او دهغو کارونو په اساس له هغه حساب کتاب  دی چې په دنیا کې ئې کړی دي.

  هغه مهال  په لومړۍ برخې کې انسان ته خطاب کوي او هغو انسانانو ته چې بې خبره سرګردانه ،د وخت په تیرولو پسې دي، خبرداری ورکوي چې بلاخره او آخر انجام او چورلټ پاي  د دوي په انتظار کې دی او سمې لارې او په غلطې لارې د تلو نتیجه او عاقبت هر یوه ته وریادول کیږی،هغه کسان چې په دنیا کې ئې د قیامت په ورځ فکر نه کاوه ،په دغه ورځ زر ځله د ژوند هیله کوي ،خو د جهنم د اور له لمبو پرته بله لاره نه لري.

 په دوهمې برخې کې د انسان ذهن او فکر د څيرل کیدا  له انځور سره چې د ورځې د پاي ښودنه کوي،همداراز  په شپې او ورځې سره د انسان د حرکت اوهڅې د لارې پرتله کول او د دیرشو ورځو په ااوږدو کې د میاشتې بدلیدا دې لورې ته کاږي چې انسان متوجه شي هغه هم د لمر او میاشتې په څير،د خداوند متعال په فرمان کې دي 

captcha