IQNA

قرآني سورې/88

په غاشیه سورې کې د پنځون معجزات او حیرانتیاوې

13:33 - June 26, 2023
د خبر لمبر: 3487531
ایکنا-(تهران) په دنیا کې دخداوندمتعال له خوا داسې ډير زیات نعمتونه او موجودات پنځول شوي دي چې خاص ښکلاوې او جذابیتونه لري.په دې مینځو میان کې قرآن کریم پخپل یوه آیت کې انسانان، د اوښ په پنځونې کې تفکر ته  بولي ،یو داسې موجود چې  له طبیعت سره غږمله او یو ځاي پنځول شوی دی.

د قرآن کریم اته اتیایمه سوره ؛غاشیه ؛نومیږي.په دغې سورې کې ۲۶ آیتونه دي او د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .غاشیه چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې اته شپیتمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

غاشیه د ؛پټيدا یا پوښل کیدا په معنا ده او د قیامت یوه نامه ده . د قیامت لپاره ددغې نامې ټاکل په دې دلیل دي چې د قیامت ورځ او دهغو پيښې په ناڅاپي توګه درست انسانان تر خپل پوښښ لاندې راولی.دغه ټکی ددې سورې په لومړني آیت کې راغلی دی.

ددغې سورې اصلی مووضع ، د قیامت ورځ ده چې د مومنانو د انعامونو او د مجرمانو ددردناکو عذابونو اوسزاګانو ته مخصوصه ده .په دغې سورې کې،قیامت په دغه ورځ دخلکو وضعیّت نندارې ته وړاندې کیږي.ځکه چې خلک د قیامت په ورځ په دوو ډلو ویشل کیږی ،یو شمیر خوشال او ښاد دي اویو شمیر هم بدبخت اوخپه  او  هره یوه ډله په هغه ځاي کې چې د دوي لپاره تیار شوی دی،ځای په ځاي کیږي،یو بهشت او بل ههم جهنم.

 ددغې سورې دوهمه موضوع ؛توحید؛ ده  او د پنځون معجزاتو او حیرانتیاؤته اشاره ده .دغه سوره د اوښ، آسمان او غرونو په شان حیرانتیاؤ په یادونې سره دغو درو رازدارو موضوعګانو ته د انسان توجه جلبوي او انسان د دوي د پنځونکي په لور هدایتوي.

ددغې سورې دریمه موضوع،؛د پيغمبرۍمقام؛ او د انسانانو په وړاندې د پيغمبر دندې دي . په دغې سورئې کې داسلام پيغمبر(ص)ته فحکم ورکول کیږي  چې خلکو ته یادونه وکړي په دې باب چې خداي تعالی څرنګه دنیا پنځولې ده او همداراز دغه موضوع چې د خداي تعالی په لور د انسانانو بیرته ستنیدا ده او له هغه سره د د دوي د حساب کتاب کول دي.

یو هغه مورد چې په دغې سورې کې بیان شوی او ټينګار شوی دی چې انسانان دهغه په باب فکر کوي، اوښ  دی.  «أَفَلَا ینظُرُونَ إِلَی الْإِبِلِ کیفَ خُلِقَتْ:؛ آیا په اوښ فکر نه کوي چې څرنګه پنځول شوی دی ؟(غاشیه -17). اوښ یو داسې موجود دی چې ډيرې زیاتې وړتیاوې لري او ددې په باب فکر کول ، دحیرانتیا سبب کیږي.  د هغه   پټې یا پلکونه د  خاورو او دښتو  او بادونو په وړاندې کلک  او مقاومت کونکي دي. دا په خپل کوند کې غوړ او خواړه ذخیره کوي او د لوږې په وړاندې مقاومت کوي. دده په بدن کې اوبه ساتل کیږی  او د تندې په وړاندې هم مقاومت کوي ،لارې حتی په لویو دښتو کې پيژندي  او دهغه  د پښې پَل په دښتو کې د تلو د لارې لپاره پنځول شوی ، دهغه ګردن  د سواریدو لپاره پله  او د بار د اوچتولو او ساتلو لپاره  یو اړم دی. په کلی توګه  هماغه شان چې عربان وائي؛ اوش د دښتو کشتۍ ده ؛.تر ټولو پياوړی ،تر ټولو کم لګښتي ،ترټولو ګټه ور او تر ټولو آرامه او تر ټولو صبرناک حیوان دی. 

captcha