په جن سورې کې یو شمیر آیتونه لرو په دې عنوان سره چې جنونه، دق رآڼ کریم آیتونو ته غوږ ږدی او د قرآن کریم په باب خبرې کوي ؛ قُلْ أُوحِىَ إِلىَ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الجْنّ فَقَالُواْ إِنَّا سمَعْنَا قُرْءَانًا عجَبًا يهَدِى إِلىَ الرُّشْدِ فَامَنَّا بِهِ وَ لَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا؛ ائ پيغمبره ! ووایه ؛ماته وحي شوې ده چې یوشمیر جنات زما خبره آوري ، بیا ئې ووئيل؛ مونږ داسې عجیبه قرآن آوریدلی چې سمې لارې ته لارښونه کوي،نو مونږ ورباندې ایمان راوړی دی اوهیڅکله څوک له خپل پروردګار سره شریک نه ګڼو(جن:1-2)
پيغمبر اکرم(ص) له مکې څخه په طائف کې عکاظ بازار ته راغی ،څو په ههغه مرکز کې د خلکو لوئې غونډې ته د اسلام د عوت ورکړي،خو هیچا د هغه بلنې ته مثبت ځواب ورنکړ، په بیرته ستنیدا کې هغه ځای ته ورسید چې هغه ځاي ته د ؛جنیّانو دره ؛ وئيل کیدل. شپه هغه ځای کې پاتې شو او د قرآن دآیتونو تلاؤت ئې وکړ،یوې ډلې جنیّانو هغه تلاؤت واورید او ایمان ئې راوړ، او د تبلیغ لپاره د خپل قوم په لور ستنانه شول .
د جناتو په باب درته مختصر شان ته توضیحات وړاندې کوو.
جن د خلقت ددلیل له پلوه انسان ته ترټولو ورته موجود دی، یعنی د اختیار ،فهم، علم او مسئولیّت لرونکی موجود دی. دوي دانسان په څير مومن او کافر لري او پیغمبر اکرم(ص) دجنیانو لپاره هم پیغمبر دی . جنیّان د سړي او سخې په دوو جنسونو کې دی ، هم بچي زیږوي او هم خپل نسلونه زیاتوي . د جن عمر له انسانه زیات دی ،خو دوي هم محدود ،ژوند او زیږیدا او مرګ لري . دوي له انسانانو مخکې د اور له جنسه پنځول شوي دي .لکه څنګه چې انسانان له خاورې پنځول شوي دي ؛ په همدې خاطر دوي د نامرئي (یعني په سترګو نشی لیدل کیدلی) خاص ځانګړنې لري او ډير تیز دی.
د قرآن کریم عجیبه شونه له دې امله ده چې هم ئې لهجه او هم ئې سور عجیبه دی، او هم ئې نفوذ او جاذبه ، هم ئې محتوا او هم ئې اغیزې عجیبه دي او هم ئې راوړونکی چې سواد ئې نه درلود او له بې سواده خلکو راپورته شو.
په ظاهر او باطن کې له بلې هرې یوې خبرې سره مختلف او عجیبه کلام دی او په دېتوګه دوي اعتراف کوي چې قرآن کریم یوه معجزه ده.
ټولې نوښتي او حیرانونکي چارې،له څوورځو ورسته عادي حالت ته ګرځي ،خو قرآن یو داسې عجیبه کتاب دی چې ابدي دی او هیڅکله هم عادي کیږي نه . دمثال په توګه ،په قرآن کریم کې ځيني آیتونه دی چې مشرکانو ته وائي،؛که د قرآن کریم د سورو په څير یوه سوره خو راوړئ.... که تاسو رښتیا وایست؛ (د یونس سوره- 38 ) نه یوازې دوي ونه توانیدل ،بلکې تر 1400 کلونو وروسته هم هیڅوک ونه توانیدل د قرآن د آیتونو په څیر یوه سوره راوړي. حضرت امام علی علیه السلام په نهج البلاغې کې فرمائي ؛تلاتفنی عجائبه؛ یعني د قرآن عجایب نه ختمیږي:::
قرآن کریم یو هدایت کونکی کتاب: په قرآن کې د هغه د لارښونوې په باب ډير اصطلاحات شته دي خو د جن سورې په دوهم آیت کې د ودې له کلمې استفاده شوې ده .د ؛رشد؛ تعبیر ،ډیر جامع او ډير پراخ دی چې هرډول امتیاز لري.
له دغه آیت څخه استفاده کیږي چې د قرآن هدایت نه یوازې پاي نه لري، بلکې همیشنی دی او هدایت ئې یوازې انسانانو ته محدود نه دی ،بلکې جنیان هم له دې د ودې و هدایت لپاره ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې په دغو دوو آیتونو کې مو ولوستل ،د قرآڼ له آوریدووروسته ئې ووئيل، ایمان مو راوړ او هیڅکله به خداي سره څوک شریک نه کړو....