د قرآن کریم یوه څرنګده معجزه د هغه په بې شمیره آیتونو کې د اختلاف نه شتون دی.داسې آيتونه چې په ۲۳کلونو کې په مختلفو موقعیّتونو کې (په مکې ،مدینې ،په سفر، په جنګ ،په سولې ، په فتح او بریالیتوب او په ناکامۍ ....) نازل شوي دي چې په مختلفو موضوعګانو مشتمل دي . دغه آیتونه له مخکې اټکل شوي نه دی چې وروسته بیا اصلاح شي. په عین حال کې په دغو آیتونو کې ترټولو کوچنی اختلاف هم نشته.
په قرآن کریم کې هاله اختلاف کیدلی شو چې دغه کتاب د خداوندمتعال له خوا نه وائ،ځکه خدای تعالی حکیم دی او د هغه حکمت دا ضرورت ایجادوي ، چې له اختلاف او تناقضاتو ډډه وشي. پردې اساس قرآن باید اختلاف ونه لرل شي. که اختلاف ولرل شي،نو بیا خداي حکیم نه دی او که حکیم نه وي ،نو نشی وئيل کیدلی چې هغه خداي دی . له دې امله په قرآن کریم کې لولوو؛ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ؛ آیا د قرآڼ په باب فکر نه کوئ؟ که د غیر خدای له خوا وائ،نو ډير اختلافات به پکې وو. (نساء: 82)
د اختلاف د شتون علت هم مشخص دی ، په دې علت چې انسانان سوکه سوکه خپل علمونه زیاتوي ا و په همدې دلیل په ۲۳کلونو کې به په چولټ ډول د هغه په خبرواو کړنو کې دپام وړ بدلون اوتوپير رابرسریره شی. له بل پلوه د ژوند په مختلفو پړاؤنو کې ډول ډول پيښې د مختلفو احساساتو او نفسیاتي حالاتو د راپنځیدا سبب کیږي چې د انسان په تفکر او ګفتار کې ډيرې اغیزې شیندي.
په عین حال کې مشخصه کیږي چې قرآن کریم پخپل متن کې ترټولو کم اختلاف هم نه لري،ځکه چې دهغه خاوند انسان او بشر نه دی ، چې هره ورځ ئې علم زیات شي او دریځونه ئې بدل شي ، ددغه قرآن خاوند او مالک خداوندمتعال دی چې په هغو هرڅه چې په عالم او دنیا کې شته دي ،علم ئې لري ،پر دې اساس ، د هغه علم ته څه ورزیاتیږي نه څو د هغه کلام له اختلاف اوضد ونقیض سره مخ شي.
له دغوټولو چې ورتیر شو، دتاریخ په اوږدو کې داسې کسان شته چې غوښتل ئې دقرآڼ اعتبار اوباؤر ختم کړي،له اهمدې امله ئې ډيرو مکر اوچلولونو او دوکو ته مخه کړه. په عین حال کې بیا هم ونه توانیدل ،له قرآنه کوم اختلاف راپيدا کړي، چې په وسیله ئې د قرآڼ احترام کم کړي.