هغه ټول تربیتي رودې چې انسن له هماغه زیږیدا له شیبو ورسره مخامخ کیږي، مینه اومهربانی ده . محبت او مینه او مهرباني د هغو احساساتو لومړنۍ برخې دي چې انسان ئې درک کوي او ورسره لويیږي. په عین حال کې همدغه محبت او احساس په دوو برخو ویشل کیږي.
حضرت نوح علیه السلام دیوه الهی پیغمبر په توګه دخدای دین ته دخلکو دجذبولولپاره له دغې رودې استفاده وکړه. طبعیي ده چې هرڅوک د نورو د بداخلاقۍ او غوسې په وړاندې خپل آرامښت نشي ساتلی او تل ورسره په همدردۍ سره چلندنشی کولی،خو لکه څنګه چې په قرآن کې د حضرت نوح(ع)په روزنیز سیرت کې وینو، هغه دخپل قوم د کړولو او اذیت کولو په وړاندې له هغوي سره دیوه پلار په شان چلند کوي.
په روایتونو کې راغلی دي ، حضرت نوح علیه السلام 950 کاله عمر وکړ،یعنی دهغې زمانې خلکو تر نهو پيړیوپورې پر پیغمبر ملنډې ووهلې اووې کړوه. ددغه چلند په وړاندې حضرت نوح فرمائي؛ قالَ يا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلالَةٌ وَ لكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِينَ أُبَلِّغُكُمْ رِسالاتِ رَبِّي وَ أَنْصَحُ لَكُمْ وَ أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ ما لا تَعْلَمُونَ ؛ نوح ووئيل؛ ائ زما قومه ! په ما کې هیڅ ډول انحراف او ګمراهي نشته ،بلکې زه دنړیوالو دپروردګار له خوا راستول شوی یم. دخپل پروردګار پیغامونه تاسو رسوم اود تاسو زړه سوانده او خیر غواړی یم او دخدای له خوا په هغو شیانو هم خبر یم چې تاسو ئې نه پيژنئ ـ(د اعراف سوره = 60۰61 آیتونه)
د (نصح)ریښې په باب چې حضرت نوح ورته اشاره کړې او ویلی شوي دي،؛د ؛ نصحیت ؛کلمه ، د خالص په معنا او او بې عیبه ده.هغو خبرو ته چې د ښه نیّت او خیر غواړی نیت له پلوه ووئيل شي، ؛نصح یا نصحیّت ورته وئيل کیږي.
حضرت نوح علیه السلام د هغو سپکاویو په وړاندې چې خلکو ورته کول، په ټولې مهربانې او همدردۍ سره ئې ورسره خبرې کولې او دهغو لپاره ئې خپله زړه سواندي څرګندوله . په حقیقت کې دغه زړه سواندي دخلکو دګټو اومصلحت لپاره وه نه د هغه دخپلې شخصي ګټې او مصلحت لپاره .