مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿انعام۱۶۰﴾
؛هر کس د مونږ په درګاه کې نیک کار وکړي ، دهغه په لس برابره ثواب او جایزه ورکوو او هرڅوک چې بد کار ترسره کړي ، د هماغه کار له اندازې زیات به جزا ونه وینی او هیڅکله به هم په هغه ظلم او ستم ونشي.:::
نیک کار یو داسې کار دی چې د انسانانو د کمال او د ودې او خوشالۍاو هوساینې سبب کیږي او یو ډول کرامت او بخشش حسابیږي.ځکه انسان باید د خپلې مادي شتمنۍ ،ځان ،او بدن او معنوي شتمنۍ پانګې څخه دنورو په خاطر خرڅ کړي. په دغه آیت کې خداي تعالی انعام ورکوي نیک کار کوننکي ته او هڅوي ئې چې اول په نړۍ کې هر یو نیک کار جایزه لري او پخپله هماغه انسان ته ورستنیږي.
ثانیا خداوندمتعال هرې نیکۍ ته لس برابره جایزه او ثواب ورکوي څو د ګتې او سودا اصحاب پانګونې ته وهڅول شي . په دنیا کې داسې هیڅ مالی مرکز نشته چې زر برابره ګټه وړاندیز کړي . البته دغه زر برابره لږترلږه ده کني ،نو خداي تعالی او یا او اوه سوه براره یعنی اوه زره او اویا زره فیصده جایزې وعده هم کړې ده او کله هم د بې حسابه ااو بې اندازې جایزې او ثواب وعده ئې هم کړې ده .
دغه آیت یو داسې حکمت او درس لري د ټولو هغو کسانو لپاره چې د خپل پروردګار په شان وي ،یعني هرکس په صدق ااو اخلاقو سره ، دهغو په نسبت نیک کار وکړي او کوم خدمت وکړی ورسره مینه ولری او ورباندې شکر وکړي او ورته شکرانه ورکړی او هرڅومره چې کولی شي ، د جبرانولو هڅه ئې وکړي او بیا هم خپل ځان پوروړی ګڼي ،ځکه هغه کس چې په پیل کې ښه والی کوي هغه مخکښ دی او هیڅ یو بچی د خپلې مور د مهربانیو قدرونه او ستاینه پوره نشي کولی که څه هم زر برابره مال او شتمنۍ او هغې ته خدمت وړاندې شي هم . البته که څوک ناسم کار او ګناه وکړي ،نو غوره ده د امکان په بڼه کې هغه وبخښل شي چې خداوندمتعال او د هغه مخلص بندګان هم همداسې کوي ،که داسې نه وي، دهغه په مصداق بد کار ته یوازې په هماغه اندازه ځواب ورکړي . د ډيرو هغو خلکو په اپوټه چې په یوه بدۍ یا بد کار سره په زړه کې هغه کس ته کینه لري او که وتوانیږي ،د هغه په حق کې سل بدیانې کوي او هرڅومره ئې چې په وس کې وي ، هغه کس عزت او احترام خراب کړي ، لکه څنګه هارون له برمکي کورنۍ سره وکړل او په نړۍ کې رسوا شو.
د اهل معرفت په نزد د هر یوه ښه کار حقیًقي جایزه هماغه ښه کار دی چې دترسره کیدا انجام ئې ترټولوښه جایزه یا ثواب دی،ځکه د نیک کار ترسره کول سوکه سوکه په انسان کې د ښو خوبیو او خصلت تخم کړي او دا هغه حسنه ده چې انسان له ځان سره د پروردګار په نزد بوځي.
لکه څنګه چې خداوندمتعال فرمائیلي دي ، هرڅوک د هرې نیکۍ کولو نیټ له ځان سره ولري( نه دا چې یوازې ئې ترسره کړي) هغه ته به لس برابره ثواب او جایزه ورکړل شي،ځکه څومره ډير دي غه کسان چې نیک کار له ریاکارۍ او چاپلوسۍ سره ګډوډوي او کله کله هم له عًجب او ځان منامئ یا مشهورتیا سره مخ کیږي او د هغه نیک کار په زړه کې د نیک کار په خوي سره نه کیږي، یعني د ښه کار د زړه له کومې نه وي ، په اخلاص سره نه وي ترسره شوی څو وتوانیږی یوه ورځ چې خپل زړه د پرودرګار په درګاه کې وړاندې کړی ،نو پاک او له له خوبیانو او ښو کارونو ډک وي
ښه والی یا ښه کار تاج دی د شرافت چې انسان د زمانې سلیمان او د پړاؤ نادره کس باندې بدلوي . هغه لس چنده ښه والی یا جایزه چې خداوند فرمائيلي دي ،په حقیقت کې لس بچیان دي چې او بیا نور بچي زیږوي او بیا هغوی نیک کارونه کوي له هر یوه زر نور برکتونه زیږیږي او دغه زیږونې نوره هم زیاتیږی او دا یوه بې حسابه اجرا ده.
(دا مطلب د استاد حسین محی الدین الهی قمشه ای له لیکل شوي ؛ روز در صحبت قرآن ؛ نومې کتاب څخه اخستل شوی دی په ډیرې منننې سره )