د قرآن کریم په ډيرو موردونو کې د انسانانو د آزموینې خبره شوې ده. هغه لومړنۍ پوښتنه چې ذهن ته رسیږي، دا ده چې مګر آزموینه ددې لپاره نه ده چې انسانان یا مبهم او ناپيژندل شوي شیان وپيژندو او خپله ناپوهي او ناداني کمه کړو ؟ که داسې وي ، نو خداوندمتعال چې پر هرڅه خبر دی او دهر څه علم لري، او د ټولو له ظاهري اوباطني رازونو او په هرڅه خبر دی ، دآسمان او مځکې پر ټولو رازونو باندې بې پایانه علم لري ، نو ولې بیا امتحان کوي،مګر له هغوي څه شی پټ دي ، چې په امتحاان کولو سره ښکاره کیږي؟
په ځواب کې باید ووئيل شي چې د خداوندمتعال په باب د امتحان او آزموینې معنا دمونږ له امتحانونو سره توپیر لري . انساني امتحانونه د لازیاتې پيژندګلوي آو د جهل او ابهاماتو د ختمولو لپاره دي،خو الهي آزموینې په حقیقت کې هماغه ،روزنه او تربیّت دی . ددې توضیح چې په قرآن کریم کې د امتحان څه د پاسه شل موردونو ته خداي تعالی سره نسبت ورکړل شوی دی، دا د پروردګار یو دایمي سنت او یو کلی قانون دی چې د نغښتو وړتیاؤ د غوړیدا لپاره (او دهغو د رابرسیره کیدا ) او په نتیجې کې د هغوي دبندګانو روزل امتحانوي، یعنی هماغه شان چې فولاد د سیلولونو کې د لازیاتې مضبوتیا لپاره لګول کیږي، څو اوبه ترې ونه څاڅي ،خداوندمتعال انسان هم هماغه شان په سختو امتحانونو کې چوي ،څو لا زیات مقاوم او مضبوط شي.
قرآن مجید دغه حقیقت روښانه کړې دی او وائي؛ وَ لِيَبْتَلِيَ اللَّهُ ما فِي صُدُورِكُمْ وَ لِيُمَحِّصَ ما فِي قُلُوبِكُمْ وَ اللَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ» ؛ او هغه څه چې تاسو ئې په سینې کې لرئ امتحان کوئ ئې څو ستاسو زړونه په بشپړ ډول خالص شي او هغه د تاسو په ټولو باطني رازونو هم خبر دی .(آل عمران =154)
امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام د الهی امتحانونو د فلسفې په زمینې کې ډير پر معنا تعریف کوي او فرمائي؛ و إن كان سبحانه اعلم بهن من انفسهم و لكن لتظهر الافعال التى بها يستحق الثواب و العقاب: که څه هم خداوند د خپلو بندګانو په روحیاتو له دوي لازیات خبر دی وخو دوي امتحانوي ،څو هغه ښه و بد کارونه چې معیار ئې جایزه او سزا ده پر دوي ظاهر شي:::
یعني دانسان باطني صفتونه په ځان له سر د ثواب او عقاب لپاره کوم معیار نشي کیدلی ،مګر هغه مهال چې د انسان دعملونو په نتیجه کې رابرسیره شي ، خداوندمتعال بندګان آزموئي څو هغه څه چې په باطن کې ئې لري، په عمل کې ئې ښکاره کړي،وړتیاوې رابرسیره کړي او هغه د جایزې او جزا مستحق کړي،یا دهغه جایزه او سزا معلومه کړي.که الهي آزموینې نه وائ ،نو دغه وړتیا به نه وې غوړیدلې او د انسان د وجود وَنه یا سَټې د عملونو میوې او او تاوانونه پر هغه نه ښکاره کول او دا دی د اسلام په منتطق کې د الهي آزموینو فلسفه.
( دا مطلب د تفسیر نمونه له ، ج1، ص 526راخسل شوی دی).