مائده سوره په مدینې کې نازله شوې ده او ۱۲۰ایتونه لري. دغه سوره دقرآڼ یوه هغه ترټولو ستره سوره ده چې د رسلو الله بزرګوار(ص) د ژوند په وروستیو پړاؤنو کې پر هغه نازله شوې ده.
دغه سوره د اسلای عقایدو او معارفود لړۍ او دغه راز د دیني احکامو او دندو د لړۍ محتوا ده .په لومړۍ برخې کې له پيغمبر(ص)څخه وروسته د ولایت او رهبرۍ مسئله او د مسیحیانو د تثلیث او له قیامت او د خپلو امتونو په باب له نبیانو څخه د غوښتنې موضوع ته اشاره شوې ده.
په دوهمې برخې کې تړونونوته د ژمنتیا، اجتماعي عدالت،په عدل دشهادت او د نفس د قتلولو د بایکاټ موصوضوع سره تعهد (او د آدم د بچیانو کیسې او د قابیل په وسیله د هابیل د قتل کیسې ته یوه کتنه ) او همداراز د حلالو او حرامو خوړو ځينو برخو او د وضو او تیمم ځينو احکامو ته کتنه پکې شامله ده .په مائدې ددغې سورې نومول په دې خاطر دي چې ددغې سورې په ۱۱۴آیت کې د حضرت مسیح علیه السلام د ملګرو لپاره د مائدې کیسه ذکر شوې ده.
د سورې هدف ؛
که دسورې په آیتونو کې ،لومړي ،آخري او مینځنیو آیتونو ته دقت وکړو، نو پوهیږو، چې ددغې سورې جامع هدف ژمنتتیاؤ ته وفاداري ، په تړونوو کې تل پاتیکیدا، د وعدې د نه ماتولو او دهغو چارې ته بې پروائي نه کولو ته پاپند پاتیکیدل دي. په حقیقت کې بیان شوي دي چې د خدای متعال کار د تقوادارو او خدای ترسو بندګانو د دندو آسانول او په احسان کونکو باندې د رحمت نازول دی .د خداوندمتعال سختي دهغه چا په باب ده چې له خپل امام سره تړون مات کړي، او تیری او زیاتی پیل کړي او هغه حدود او میثاقونه چې په دین کې شوي دي ، مات کړي.
په همدې دلیل ده، ډيری احکام ،حدود او قصاص او د عیسی د زمانې د مائده کیسه او د آدم د دوو زامنو کیسه،او د بنی اسرائيلو ظلمونه او د هغوي د تړونونو خلاف ورزۍ په باب ډير احکامات په دغې سورې کې راغلي دي. همداراز ددغې سورې په ځينو آیتونو کې پر خلکو احسان کیږي چې د هغوي دین کامل او د هغه نعمت کئې بشپړ کړی او او پر هغوی طیبات حلا او خباثتونه پر هغوي حرام شوي، او پر هغوي ځيني احکام او فرمانونه چټک شوي دي چې دهغوي دپاکوالی زمینه دي او په عین حال کې دوی ته کوم تاوان هم نه رسوي.
د سورې فضیلت ؛
په مائدې سورې کې د ولایت او د پیغامبر اکرم (ص) د جانشینۍ مسئله روښانه شوې او کافران د اسلام له دینه نهیلي شوی،نو هرڅوک چې دغه سوره ولولي او د هغې د آيتونو په اساس د حضرت امام علی علیه السالم دولایت پیروي وکړي ، کافران ئې مایوس کړي او په دې توګه له هغوي یو شمیر ته چایزه ورکول کیږي.