IQNA

په قرآن کریم کې د تقوا او د ځان کنټرولولو رابطه

10:59 - February 04, 2024
د خبر لمبر: 3488668
ایکنا- تقوا یوډول  د نفس خاص ساتل دي چې دا د؛الهي حریم ساتل ؛ تعبیریږي، په دې معنا چې انسان  ځان د الهی عذاب او قهر په وړاندې خوندي ساتي او په همدې دلیل  د ځان له کنترولولو سره  ارتباط لري.

هغه اسلامی باؤرونه چې د ځان  کنټرولولو  دتحقق زمینه جوړونکي دي ، د انسان د کرامت او ارزښت مسئله د ه ، ځکه که اانسان  خپل منزلت اولوړځائيګی  لاښه وپيژني ، نو نور  کم ارزښته  چارو او په ځيږو او خرابو کارونو  او ککړتیاؤ نه راضي کیږی. له بل پلوه هغه انسان چې  خپل ځان ته ارزښت او منزلت نه ورکوي،  هر یوه ذلت او بد کار ته غاړه کیږدي ، دغه شان انسان  ځان د خپلوعملونو له شره  خوندي نشي ساتلی طبیعتا  نوره هم  دهغه له شره خوندي نشي پاتیکیدلی .

قرآن کریم د انسان لپاره  داسې ځائيګي ته قایل دی چې په بل هیڅ یوه مکتب کې ئې مثال نه پیدا کیږی. قرآن کریم  انسان ته وریادوي چې پروردګار عالم د هغه احترام کړی دی او   دا وړتیاوې لري چې  دخداوندمتعال په  قرب او نزدیکت کې هغه مقام ته ورسیږی چې هیڅ یوه فرښته ئې توانمني نه لري. وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا؛   ؛ مونږ  دانسانانو احترام کاوه او وي مو په وچې او سمندر کې(په  لارو تلونکو سوارلیو)بوتلل او دوي ته مو پاکیزه روزئ  ورکړې  او دوي مو پر ډیرو  هغو موجوداتو کې چې موپنځولي دي ، برلاسه  کړل:::   (اسراء: 70).

کرامت کله شخصي او  د انسان د پنځونې په واسطه دی . دغه آیت په پنځون کې د انسان د ذاتي کرامت په بیانولو کې دی .  د انسان کرامت هم په خلقت، هوش، عقل او استعداد کې دی او هم  د آسماني قانون  او د آسماني او معصومې رهبرۍ د قانون په درلودلو کې .

کله هم کرامت معنوي  او اکتسابی وي ، د تقوادارو د خاص کرامت په شان ، لکه چې په قرآن کریم کې فرمائي؛ إِنَّ أَکرَمَکمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاکمْ؛ بې شکه  په تاسو کې ترټولو ویاړمن او بزرګوار  دخداي په نزد هماغه ترټولو تقوادار کس دی ::  (حجرات: 13)؛ یعني  له لومړني خلقت وروسته ، هغه څه چې  د  انسان د کرامت او برلاسي معیار دی،  دهغه تقوا ده . په حقیقت کې  دغه اکتسابی کرامت، د ځان کنټرولولو یوه ترټولو مهمه نتیجه بلل کیدلی شي.

تقوا چې یو ترټولو ارزښت لرونکی قرآني تکرار او دنورو ارزښتونو سرچینه ده ، یوډول   د خپل نفس د خاصې ساتنې ډول دی چې د ؛الهي حریم په ساتلو؛ تعبیریږي، په دې معنا چې  انسان د الهي عذاب اوقهر په وړاندې ځان  خوندي کوي. ځان کنټرولول هم یو هغه نفساني حالت دی چې   انسان  دخپل ځان خیال ساتي او هڅه کوي، څو  له خپلې خوا  د  خپلو موخو او د ټولنې د ګټو په خلاف کوم اقدام او چلند ونه کړي.

captcha