IQNA

په قرآن کې د ملک او ملکوت حدود

10:29 - February 18, 2024
د خبر لمبر: 3488735
ایکنا- د قرآن له آيتونو اخستون کیږي، چې دنیا د شیانو د پنځیدا  او  آخرت د دوي د ملکوت د ظهور زیرمه ده.

قرآن کریم  په حدید سورې کې آسمان او مځکې ته اشاره کوي.؛ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ؛  مځکه او آسمانوونه دهغه لره دي  او ټول کارونه د هغه وآخوا ته بیرته ګرځي :(حدید: 5).

  له بل پلوه د حضرت ابراهیم په قضیې کې  د  آسمان ملکووت ته مخه کوي.؛ وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ؛ او دغه شان مونږ  ابراهیم ته ملکو او د آسمانونو او مځکې  باطن وړاندې کړ(څو د خپل پرودرګار وحدانیّت باندې پوهه شي) او   د  اهل یقین مقام ته ورسیږي. (انعام: 75).پر دې اساس مونږ د یو آسمان اومځکې پراخوالی او د یوه آسمان او مځکې ملکوت لرو. 

د ملک سورې په لومړي آیت کې خداوندمتعال فرمائي؛ تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ؛  هغه لوي خدای  چې  د هستۍ د پنځون  سلطنت دهغه په قدرت کې  دی :( ملک -۱).په یس سورې کې هم فرمائي ،   «فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ؛نو  پاک او صاف دی هغه خدای چې  د پنځون هر یو شی د هغه په قدرت کې دی(یس-۸۳). یعني  د آسمان  او مځکې د ملک او ملکوت یعني د درستې پاچائۍ ااو پنځون  اخیتار او قدرت د هغه په لاس کې دی. په تیره بیا  له دوهم آیته پوهیدلی شو چې  هر څه یو ملکوت  لري.

  په ټول کې له دغو آیتونو او ځینو نورو آیتونو   اخستون کیږي چې  دنیا (عالم ملک) د شیانود ظاهر او صورت د پنځیدا ځای  دی او آخرت د دوي دملکوت د ظهور زیرمه  ده، البته  دغه حقایق  په دنیوي ژوند کې شته دي یا دا چې  د مونږ په چلند اوکردار سره  رامینځةکیږي ، خو مونږ د غفلت د پرَدې په خاطر  دهغوي د  لیدو  توانمنۍ نه لرو.تر دې چې  په یوه عالم کې  پرَدې څنګةشي. لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ؛   ته له دې (د مرګ له سختې  ورځې ) غافل وې ، مونږ د تا له وړاندې څخه پرَده لیرې کړه او اوس   ستاسترګې تیزې شوي دي یعنی ښه لیدل کولی شي. (ق: 22).

captcha