د قرآن کریم ډیری آیتونه ټینګار کوي ، چې د انسان حقیقي حیات د پیغامبرانو د بلّنو د منلو به نتیجې کې دی .لکه چې په قرآن کریم کې فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ؛ ائ ایماندارو! کله چې خداي او دهغه پیغمبر تاسو هغو حقایقوته چې تاسو ته حقیقي حیات ډالۍ کوي، دعوت درکړي، نو وې منئ (انفال: 24). له هغه حیاته مقصد چې د پیغمبر اکرم (ص) ددعوت د منلو په نتیجې کې ترلاسه کیږي، حیواني حیات نه دی ، بلکې هغه حیات او ژوند دی چې د انسان دعقلاني ،معنوي او حقیقي ظرفیّتونو په فعالیدا سره ترلاسه کیږی.
قرآن کریم هغه کسان چې پخپل ځان کې د عقلاني امکاناتو له درلودلو سره سره ، له الهي معرفت او ایمان څخه بې برخې پاتې شي، او په بې پامیو ،بې عقلیو،نفساني خواهشاتو سره ،له الهي نعمتونو او آیتونو سره چلند کوي،د حیات په سویه د هغو حیواناتو په څير وي ، چې طبیعتا له دنیوي ژونده د هغوی د برخمنتیا حد خوړل او څښل او ویده کیدل دي ، او البه له دې هم بدتر هم وي،ځکه حیوانان د لالوړې سوئې د درک توانمنۍ نه لري،خو انسانانو ورڅخه ځان محرومه کړی دی.
په قرآن کریم کې فرمائیل شوي دي؛ وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ؛ او مسلما ډيری جنّیان او انسانان مو د جهنم لپاره پنځولي دي(ځکه ) دوي داسې زړونه لري چې د هغه په وسیله (الهی معارف) نه پيژني او داسې سترګې دي چې په وسیله ئې (حقایق او د حق نښې نښانې ) نه ویني او داسې غوږونه دي چې په وسیله ئې (د خداي او پیغمبرانوخبرې) نه آوري، دوي د حیوانانو په څير دي ، بلکې له هغوي هم لا ګمراه دي ، دوي دي چې له (الهي معارف او آیتونو )بې خبره دي. (اعراف: 179).
پر دې اساس له ایمان او معرفت پرته انسان ګواکې مړی دی.جنسیّت، عمر، توکم او اجتماعي اوسیاسی موقعیّت د انسان د حیات په اصل کې هیڅ توپیري لوبه نه کوی،هرکله دغه ایمان له انسان څخه ( هغه که سړی او که ښځّه) په اعمالو سره وپنځیږي، نو لومړنۍ پيښه دا ده چې هغه طیبه او پاک حیات او ژوند ته رسیږي؛؛ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ؛ سړی او ښځې هرچا ښه او غوره کار وکړ، په داسې حال کې چې مومن دی ، مسلما هغه له یوه پاکاو پآکیزه ژوند سره ژوندی ساتو او د هغوي جایزه ، دهغه ترټولو ښه عمل په اساس چې تل ئې ترسره کړی دی. ورکوو. (نحل: 97). ؛پاک حیات؛ د ژوند هغه رتبه ده چې انسان یو آرامه زړه او د مومن روح لری،په الهي تائيداتو کې شاملیږي او فرښتې ورته دعاګانې کوي او هیڅ ویره او خپګان نه لري.