ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د دوحې د کتاب په درې دیرشم نړیوال نندارتون کې وړاندې شوي هنري آثار، پر هغه ډير ډولوالی سربیره چې ئې لري ،په تیرو وختونو او اوسمهال کې په اسلامی معمارۍ کې ورڅخه ډيره استفاده شوي او کیږي.
د عربی خط او اسلامی هنرونو د نندارتون دغږملونکي کمیټې غړی او تجسمي هنرمند دسمل الکواری په دې اړه وائي ،د قطر د کلتور وزارت د ښکلا د هنرونو د هنرمندانو او خوشنویسانو څخه قدرونه او ستاینه کړې، څو دغه هنرونه اوخلاقیتونه په اسلامی او عربی معمارۍ میراث او کتاب سره د پوهې د اصیلې سرچینې په توګه ارتباط پیدا کړي.
د قطر د دوحې د کتاب درې دیرشم نړیوال نندارتون د ۴۲هیوادونو د ۵۱۵ناشرانو په ګډون سره او د عمان په ګډون سره چې دغه نندارتون ته ئې د هنري او کلتوري آثارو ډيره ستره ټولګه وړې ده ، ددغه نندارتون دځانګړي میلمه په توګه ګډون کوي. دغه نندارتون د مئ د اتلسمې نیتې پورې د قطر د پلازمینې دوحې د نندارتونونو او کنفرانسونو په مرکز کې دوام لري.
په ملیباری ژبه د قرآن کریم د مفاهیمو؛نومې کتاب مخ کتنه ؛
د یوه مشهور لیکوال او مصنف حسین عبده په ژپاړې سره په ملیباری ژبه د قرآن کریم د مفاهیمو ؛ نومې ترجمه شوي کتاب، په دوحې کې دکتاب په نندارتون کې د زیات شمیر قرآنی مینه والو په شتون سره مخ کتنه وشوه.
ملیباری ژبه یا مالایالم ژبه ، د دراویدی ژبو څلورو ژبو کې یوه ژبه او د هندوستان ت په کرالا صوبې کې د اداری ژبې په توګه په دغه هیواد کې له ۲۲ژبو څخه یوه ژبه په نظر کې نیول شوې ژبه ده .په ټول کې د نړۍ په تیره بیا دهندوستان په جنوب کې کابو ۳۵میلیون او ۹لکه کسان په دغې ژبې خبرې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4215948