مال یا شتمنۍ د انسان د حیاتي فقراتو د مینځني رګ په معنا ده . وګړي له دې امله بې وځله کیږي، چې له مالی پلوه پر پښو ددریدا توانمني نه لري. په قرآڼ کریم کې فرمائي؛ شتمنۍ او مال او دولت باید د بې وسه او کمزورو لاسونو کې ورنه کړل شي ، ځکه شتمنۍ د انسان او ټولنې د تل پاتیکیدا او پاڅون عامله ده. ؛ وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا» (نساء: 5). که سوکه یا بې وسه د یوه ملت د ملاتیر اختیار په لاس کې واخلي او وس ئې نه لری، نو دغه ملاتیر به مات کړي اوملت به هم نسکور کړي.
د یوه کم عقل یا بې وسه یوه ځانګړنه دا ده چې نه پوهیږي، شتمنۍ او مال څخه څرنګه ګټه پورته کړي. د قرآن له نظره ، د شتمنۍ په اختیار کې د درلودلو لپاره پر بلوغت سربیره ، اقتصادی ودې ته رسیدل هم لازم دي . قرآن کریم د یتیمانو په باب فرماي؛ وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ» (نساء: 6). یعنی باید یتیمان له بلاغت مخکې د اقتصادی ودې له پلوه امتحان شي ا مثلا په کار کولو سره او دوي ته د راکړې ورکړې رودې ورزده کړئ شي. د اقتصادی ودې یوه ځانګړنه ، پلانونه او چلندي انضباط دی . پلانونه د اقتصادي مدیریّت یو ترټولو مهم رکن دی.
د چلندي انضباط یوه ځلا د کارونو فوری ترسره ول او سبا ته ئې نه ځنډول دي . جالبه دا چې په روایتونو کې د رسول الله بزرګوار(ص) له قوله راغلي دي،؛ وای وي زما د امت پر صنعتګرانو باندې ، له دې چې د خلکو په کار کې نن او سبا کوي::د مومنانو امیر حضرت امام علی علیه السلام مالک اشتر ته سپارښتنه کوي ، چې ؛ ځيني کارونه پخپله ترسره کوه: په هغو کې د خلکو حاجتونو او غوښتو ته په هماغه ورځ ځواب ورکول دي چې حاجتونه ئې تاته رسیږي: یعنی د خلکو غوښتې زر او په هماغه ورځ ترسره کوه. امام بزرګوار په دوام کې د یوه اصل په چوکاټ کې چې پر پلانونې اوتدبیر مشتمل دی ، فرمائي ؛ د هرې ورځې پروګرام په هماغه ورځ ترسره کړه ، ځکه هره ورځ د هماغې ورخې د کار لپاره مخصوصه ده .: