IQNA

په هند کې د مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالي تیزول

15:01 - October 27, 2025
د خبر لمبر: 3491924
ایکنا – دهندوستان په ګجرات صوبې کې یو لمسؤنکی پُسټ   د مسلمانانو په ضد  دویه فرقه پال تاؤتریخوالي  دیاتیدا سبب شوی دی.

 ایکنانیوز د الشیعه اخبار  له قوله راپور راکړ،  د هند په ګجرات صوبې کې د مسلمانانو په ضد  دنفرت د اور شغلې  له دې وروسته نوره هم زیاتې شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې  دیو لمسؤنکی پُسټ  په باهیال کلي کې د مسلمانانو د  کورونو او دکانونو په ضد د یوې منظمې حملې او تاؤتریخجنې حملې سبب شوی ، یوه داسې صحنه چې  په دغې صوبې کې  په تیرو دوو لسیزو کې د خونړیو پیښو  یادونه کوي.

 د ځاي سرچینو په وینا،د سیمې اوسیدونکو  د مسلمانانو په کورونو باندې د  کاڼو او کوتکو  له حملې او دغه راز د مسلمانانو دکورونو په سوځولو پسې د اړئ ګړئ  د خوریدا او د وحشت  یوه شپه تجروبه  کړه.  دغه پيښه د هندوپریشاد  افراطي ډلې  (VHP) یوه مشر  په وسیله  د یوه پُسټ په خپرولو  چې  د مسلمانانو او اسلام په ضد د غلیمانه  خبرو په خاطر  پيژندل کیږي ، لا ستره شوه.

 ځاي چارواکو ووئیل چې په دغو بلواؤ کې لسګونو ګډون کونکي د اور په اچولو او اړئ ګړئ جوړولو په تورونو نیول شوي دي. په عین حال کې څارونکي ددغو اقداماتو جدیّت  ترپوښتنې لاندې راولي او دوي  یوازې سطحي پوه شوي  چې د بحران پر ریښو هیڅ ارزونه نه کوي، یو داسې بحران چې د په رسنیو او انټرنیټي فضا او پلیټ فارمونو کې په پراخو نفرت خورونو  سره ورته لمن  وهل کیږي.  

په ګجرات صوبې کې مسلمانان د ه ندوستان د نورو سیمو په شان په هغه هیواد کې له یو لړ توپیري اقدامتو او ټارګټ کیدا سره چې په ډیموکراسۍ او زیات مذهب لرونکي هیواد باندې ویاړ کوي ،  هماغه شان  په صبر  او کلک ایمان سره د خپل کرامت او وجود دفاع کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4312766/

captcha