IQNA

په قرآن کریم کې تعاون او لاس نیوی/4

اجتماعي تامین او د لاس نیوي نظري اساس

11:55 - October 22, 2025
د خبر لمبر: 3491901
ایکنا – د ټولنې د اړمنو او وروسته پاتې پرګنو اجتماعی تامین او تعاون او لاس نیوی ، د قرآن کریم د آیتونو او اهل بیت (ع) د روایتونو په اساس دمومنانه چلند یوه ضروري چاره ده .

په مدثر مبارکې سورې کې د بهشتیانو او جهنمیانو ترمینځ د سوال او ځواب دنقلولو په وخت کې ، د جهنمي کیدا یو دلیل د اړمنو د خوړو نه رسول بیان شوي دي.؛ مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ» (مدثر: 42 -۴6).

دا موضوع یوازي د انسان له آخرت سره اړونده نه ده ، په فجر سورې کې په دنیا کې له الهی رحمته ستاسو دلیریکیدا او ذلالت دلیلونه،په دنیا کې د اړمندو د خوړو لپاره د ملګرتیا او د هڅونې او د یتیمانو د احترام نه کول ذکر شوي دي. ؛ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ» (فجر:‌ 16-۱۸).

 د «تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ» په بدلولو کې څو ټکي نغښتي دي، لومړی دا چې د یتیم له بدنه لا مهم د هغه روح دی ، چې باید احترام اودرناوی ئې وشي. په بله وینا، د یتیمانو لومړنی انتظار د هغوي شخصیّت ته احترام کول دي . د یوه انسان څخه دخداوند متعال تکریم او احترام باید د یتیمانو څخه د احترام سبب شي. ؛

«تَحَاضُّونَ» هم د یوه بل د هڅونې په معنا دی .یعني یوازې د اړمندو دخوړو د برابرولو اقدام کافی نه دی،بلکې یوه بل دې چارې ته وهڅول شي او په دې تعاون او لاس ن یوي کې دې مرسته وشي. له دې امله د یتیم په احترام او تکریم کې لاسنیوی او په نورو احسان ، د انسان په کرامت او په رزق او روزئ کې مهم رول لري.

د قرآن او سنت په میراث کې، د ټولنې د محرومو او بې وځلو د اقتصادي او اجتماعي مشکلاتو په ختمولو کې پر مرستې او لاس نیوی باندې په ټينګار سره ، له ټولنې سره د اموالو د اړوندوالی ،په طبیعي شتمنیو کې د ټولو وګړو په حق اعتقاد د درلودلو او د شتمنو په مالونو کې د بې وځلو د مشارکت او د اسلامی ورورولۍ په څير ځینو فلسفي اصولو ت ه اشاره شوې ده. نو په راتلونکو یاددښتونو کې د مرستې او لاس نیوي ځينو اصولو ته هم اشاره کیږي. 

https://iqna.ir/en/news/3495043

captcha