IQNA

د نګل قرآن سمینار؛ د پخوانۍ قرآني نسخې په ستایلو کې یوه پیښه

12:00 - October 22, 2025
د خبر لمبر: 3491902
ایکنا- د نګل قرآن لومړنی کانګرس ، د تلې یا میزان دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې له مازدیګر وروسته د ایران،ترکیې، عراق د یوشمیر کُرد ژبو قراني حافظانو او قاریانو په شتون سره د سنندج په فجر هال کې ترسره شو او د ماښام او ماسخوتن تر آذان پورې ئې دوام درلود.

ایکنانیوز راپور راکوي،د هوسئ په پوستکي په کوفی خط لیکل شوی خ طی قرآن چې مخینه د اسلام د تاریخ په اندازه لري او دمګړئد ایران د کردستان ولایت د شاوخوا یوه کلی په تاریخي جومات ساتل کیږي، ددغه کلی د شهرت دلیل دی چې ؛نګل ؛نومیږی. ددغه قهوه ای رنګه قرآن اړخونه ۲۱- ۳۸سینټي میټره دی او مخینه ئې اسلامی پړاؤ او په مشخصه توګه دریم خلیفه ته ورګرځي ؛ نقل شوي دي چې کابو زر کاله مخکې په دغه ځاي کې چې د پسونو او میګو د څرولو لپاره پراخه مځکه ئې درلوده.

شپون د پسونو د ګَلې دڅروَلو په وخت د ګل یو بوټی غوښتل چې له ریښو ئې راوباسي ،نو شاوخوا ئې ورڅخه یو خندق کندل پیل کړل او ناڅاپه ئې په هغه ځای کې پر ښخ یوه صندوق نظر پریوت چې په هغه صندوق کې د مصحف شریف یوه نسخه کیښودل شوې وه. له دې وروسته دغه مقدس ځاي بلل شوی او دلته یو جومات جوړیږی او سوکه سوکه د جومات ګیر چاپیره او شاوخوا کې ابادي هم بڼه مومي ، د نګل په نامې سره .

البته د نګل قرآن چې د طلا په اوبو سره ئې اعراب لیکل شوي دي ، د اهمیّت او شهرت لپاره یو بل دلیل هم لري ، او هغه دا چې د ډیرو کارپیژاندو په اند،په هغو څلورو نسخو کې یوه نسخه ده چې لیکل شوي او د اسلام د پاک دین د دودولو ل او تبلیغ لپاره ددنیا مختلفو سیمو ته لیږدول شوي وو.

اوس چې کردستان ولایت په دغو شپو ورځو کې د قرآن د عمومي سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ کوربتوب کوي، یو فرصت ترلاسه شوی څو د ایران د اسلامی جمهوریت په دغې ښیرازه او او غرنئ سیمې کې د نګل کلي ته د توجه په اوړیدو سره ، د ؛نګل قرآڼ؛ نومې لومړنی نړیوال سمینار ترسره کړي.

دغه پيښه د کرُد ژبې یو شمیر قاریانو ،حافظانو او فعالانو په شتون سره رامینځةشوې او یو محفل شو څو په دې کې د ایران او د ترکیې ، عراق کردمیشته ولایتونو او د شاوخوا ځیني کسان هم سره غونډ شي او د نګل قرآن په پلمه تر څو ساعتو پورې د قرآن کریم له په زړه پورې نغمې سره انس ترلاسه کړي. 

https://iqna.ir/fa/news/4311877

captcha