قرآن کریم په نساء سورې کې فرمائي ؛ وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا» (نساء: 100).
د اسلام د ټاټوبی وآخوا ته مهاجرت،په یوې معنا کې د خداي او رسول وآخوا ته مهاجرت دی، خو په دوهمه معنا هر هغه ډول مهاجرت چې د خداي د رضا د ترلاسه کولو په مقصد سره او د شرعي واجب عمل په نیّت سره وي، هم پکې شاملیږي؛ د مثال لپاره که څوک د واجب حج یا د خلکو د خدمت لپاره یا د کورنۍ د روزئ د ګټلو لپاره له کوره وځي ،نو د خدای په لاره کې د مهاجرت په معنا کیدلی شي.
د مرګ درک کول په طبیعي یا ناڅاپي توګه د مرګ رارسیدا څځه استعاره اوکنایه ده. د ؛ مسلما انعام ئې له خدای سره دی ؛ تعبیر دا راپوهوي چې د خداي تعالی په نزد دا سې لوي ثواب او اجر دی چې په حتمي توګه به ئې مهاجر انسان ترلاسه کړي. په دغه آیت کې د جنت او نورو نعمتونو په باب خبرې نشته ،بلکې داسې اجر دی چې یوازې د خداي تعالی په غاړه دی. د ؛خدای همیشه بخښونکی او مهربان دی ؛ په حملې سره د کلان وروستۍ برخه ، د هغه اجر او ثواب ورکول دي چې پر وعدې ئې ټيګار شوی دی.
پر دې اساس هغه انسان چې له خپل کور او ښاره وځي او د خدای اود رسول الله(ص) په نیّت مهاجرت کوي او د هجرت په پړاؤ کې مړکیږي، نو اجر ئې د خداي تعالی په غاړه دی. دغه آیتونه د د مضمون له نظره دغه آیتونه د خداي د رسول (ص) د وخت خلکو ته مخصوص نه دی ،بلکې په ټولو زمانو لپاره به وي ، که څه هم چې د نازلیدا سبب ئې داسې حالت دی چې مسلمانان د خدای د رسول (ص)په زمانې کې او د عربستان د ټاپو وزمې او مدینې ته د هجرت او د مکې د فتح کیدا ترمنیّځ د وخت په باب دی.