IQNA

په قرآن کریم کې د شهید کلمه

10:32 - May 26, 2024
د خبر لمبر: 3489275
ایکنا – په قرآن کریم کې د ؛شهد؛ او د؛شهدا؛ ټکی 55 ځله ذکر شوی دی چې ټول د ګواه ،حجت ،حاضر او پوه په معنا دي او یوازې په یوه مورد کې د خدای په لاره کې د مقتول  په معنا  ذکر شوی دی.

د ؛شهید؛ ټکي مختلفې معناوې لري؛ شهید په یوې معنا کې هغه څوک دی چې له هغه هیڅ علم پټ نه دی. طبیعي ده چې یوازې خداوندکریم  له دغه شان خصوصیاتو برخمن دی او په همدې دلیل په ډيرو آیتونو کې د الهي صفتونو په توګه بیان شوی دی.؛ وَاللَّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا تَعْمَلُونَ»(آل عمران: 98).په ورپسې مرحلو کې پيغمبران؛ وَ يَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا»(بقره: 143)   او ملایکې هم ؛ وَ جَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَ شَهِيدٌ» (ق: 21)  دي.

شهید همداراز کله د ګواه په معنا هم راځي. د مثال په توګه،په معاملاتو کې ګواهان د شهید په عنوان سره یادیږی؛  وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَ لَا شَهِيدٌ» (بقره: 282)، کله هم د حاضر په معنا دی؛ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ» (بقره: 185) او کله  هم د حجت او لارښود په معنا هم راځي «لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ» (بقره: 143).

په ټول کې  د قرآن کریم مبارک آیتونه، ۵۵ ځله د شهید او شهداء کلمه ذکر کوي چې  له یوه مورد پرته نوره ټول د ګواه ،  حجت، حاضر او پوه په معنا دي .یوازې په یوه آیت کې  فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَ الصِّدِّيقِينَ وَ الشُّهَدَاءِ» (نساء: 69)  د خدای په لاره کې د قتل شوي په معنا کارول شوی دی. البته د پیغمبر اکرم (ص) په ژوند کې  او له هغه بزرګوار وروسته ،د شهید عنوان دخداي په لاره کې دوژل شوو لپاره ډير استعمالید.

ممکنه ده له دې امله هغه چا ته چې د خداي په لاره کې ووژل شي،شهید وئيل کیږي، چې خپل ژوند د خدای د دین په لاره کې قربانوي او په دې وسیله شهادت ورکړل شي چې خداوندمتعمال پخپلو فرمانونو کې، حق او له هغه پرته طال او نابود کیدونکي دي. دغه کس چې په دنیا کې د ژوند د قربانولو په سبب د حق او ح قیقت ګواهي ورکوي، دا وړتیا پیداکوي چې په آخرت کې دخداي تعالی له خوا، دهغو کسانو په لیکه کې راځي چې پر نورو ګواه دي. شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُوا الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ» (آل عمران: 18)

captcha