ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي منشي حجت الاسلام المسلمین رضا رمضاني د تهران د کتاب په نندارتون کښې وویل: په هر ځاې کښې چې علم د ابتدايي علومو، فزکس، کیمیا، الهیاتو، فلسفې او منطق په مختلفو اړخونو کښې وده کوي، ټولنه به هم وده وکړي. د ټولنې وده، هم هغه د اخلاقي او عملي نظره د ټولنې د پرګنو وده ده او هرڅومره چې دا پوهه او خبرتیا ډیره وي، دومره به ټولنه شتمنه او هوښیاره وي.
هغه وویل: علامه حسن زاده آملي به فرمایل چې خدای تعالی انسان د دوو کارونو یعنې پوهې او شتمنۍ لپاره پنځولی دی.
حجت الاسلام المسلمین رمضاني د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د اهل بیت نړیوالې ټولنې فعالیتونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د انقلاب په پیل کښې د ایران علمي رتبه ۵۷ وه او نن ۱۵ رتبې ته رسیدلي یو او په ځینو برخو کښې د علمي ودې له نظره د دنیا په لسو هیوادونو کښې شامل یوو.
حجت الاسلام والمسلمین رمضاني په دې خبرې سره چې د اهل بیت په نړیواله ټولنه کښې مو په یو کال کښې ۱۷۵ ترجمې وکړې چې یو ستر بدلون دی، زیاته کړه: د ټولنې بله برخه «ویکي شیعه» ده چې په ۱۴۰۲ کال کښې یې په ۲۲ ژبو کښې له اتو زرو زیاتې برخې لرلې دي. اهل بیت نړیوال پوهنتون هم له ۸ څانګو نه ۲۳ څانګو ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه: د اهل بیت د نړیوالې ټولنې علمي مرجعیت یعنې دا چې که دنیا غواړي د اهلبیتو او د اهلبیتو علیهم السلام د مکتب په هکله مطالعه او څیړنه وکړي نو باید د اهل بیت د نړیوالې ټولنې تحقیقات مطالعه کړي.
هغه زیاته کړه: اهل بیت(ع) نړیواله ټولنه په عقیدتي، فکري، اخلاقي او عملي برخو کښې ډیر بډایه احکام لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکید لري چې د اهل بیت نړیواله ټولنه د ټولنې پوهانو او پرګنو ته معرفي شي، هغوي ترټولو غوره انساني مثالونه دي او له دې امله چې انساني ټولنه دغه شخصیتونه نه پیژني، په بل پسې روانه شوې ده. اهل بیت(ع) ترټولو غوره مثالونه او د قرآن حقیقي مخاطبان دي.
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا دغه غړي وویل: مونږ تراوسه له قرآن سره اړیکه نه ده ټینګه کړې او ورسره بلد شوي نه یوو. مونږ د قرآن له محتوا، حقایقو، اشارو او لطایفو سره نه یو اشنا شوي او له قرآن سره نابلده یو. قرآن نن هم له پامه غورځول شوی او پردی دی. قرآن د بشري ټولنې هم هغه ژغورونکی متن دی چې په عمل کښې له فکري او اخلاقي بحران او په عمل کښې له کړکیچ سره مخامخ دی. هر کس چې له قرآن سره اړیکه ټینګوي، هیح کله د یوازې توب احساس نه کوي. قرآن د نننۍ انساني ټولنې یوازنۍ نجات ورکونکې نسخته ده. که دین په سمه توګه تفسیر او معنا کړی شو نو ټول خلک په مینې او لیوالتیا سره دین ته لیوالتیا پيدا کوي.
هغه زیاته کړه: یو وخت به یې له معنویت سره مبارزه کوله خو نن سبا هم دغه لویدیځ معنویت ته ګروهنه پيدا کړې ده، البته د جعلي معنویت په لور لاړل. دمګړۍ په امریکا او اروپا کښې له دریو نه تر څلورو زرو پورې جعلي معنویتونه موجود دي. د کارلوس کاسټانډا، ډُن خوان، عرفان مکسیکي او عرفانِ حلقه کتابونوته ګروهنه ښودنه کوي په نړۍ کښې د دیني معنوي له فقر او د دیني کلتور له فقر سره مخامخ دي.
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i148792