حج یو واجب عبادت او د اسلام د دین یو فروعي رکن دی چې په ذی الحجې میاشتې کې په مکې مکرمې ښار او شاوخوا کې ئې ترسره کیږي. حج د اسلام کوم ابداعي سنت نه دی ، بلکې د روایتونو په اساس،له اسلامه مخکې ځينو پيغمبرانو د کعبې طواف کړی دی. حتی د مکې مشرکانو هم له اسلامه مخکې حج او د کعبې طواف کاوه او د عریانو د طواف په څير ئې خپل خاص سنتونه درلودل چې اسلام له هغوي ځيني نه دي تائيد کړي . ځیني الهي او غیر الهي دینونو هم د مسلمانانو د حج په څير مناسک درلودلي دي. یهودیانو د سلیمان دمعبد د بقاء تر وخت پورې په درو معیّنو اخترونو کې هلته شتون ته پابند وو.
د حج دستورې د مسلمانانو ترټولو لویه غونډه او کانګرس دی چې د درستو اسلامی فرقو ډلې ډلې حاجیان پکې ګډون کوي. قرآن کریم حج یو الهي شعار معرفي کړی او د حج د ترسره کیدا میاشتې ئې معلومې کړي دي.د «وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ» (حج/۲۷)، آیت په اساس، حضرت ابراهیم علیه السلام مامورشو ، د حج حکم خلکو ته ورسوي. حج څو قسمونه دي ، چې په هغو کې ترټولو دود حج، حج تمتع دی او د هغو مسلمانانو لپاره دی چې له مکې او د هغې له شاوخوا بهر ژوند کوي.د حج سفر ، له شرائطو سره سره ،پر هر مسلمان یوازې یو خل واجبیږي. حج په احرام تړلو سره پیلیږي او په دغه عمل سره ،پر حاجی صیب د حج مناسک ترسره کول واجب او ځیني نور کارونه پرې حرامیږي.
په قرآن کې د حج په باب ډير آیتونه راغلی دي او د حج د سورې په نامه یوه سوره هم موجوده ده . همداراز دحج او دهغه داعمالو او احکامو په باب څه د پاسه نهه زره روایتونه نقل شوي دي چې په هغو کې ځيني حج له لمانځه وروسته له ټولو عبادتونو برلاسه دی. مسلمانو متفکرانو هڅه کړې ده ، پر ظاهري عملونو سربیره ، د حج فلسفه بیان کړي چې په هغو کې ترټولو مهمه د توحید حقیقت او واحد خدای پرستۍ ته رسیدل دي . البته حج پر عبادي اړخونو سربیره ، نور اړخونه هم لري، چې په ورپسې یاددښتونو کې به پرې وغږیږو.