ایکنا- قرآن شریف مونږ ته وایي چي ابلیس کبر وکړ او په حضرت آدم باندې د سجدې په مساله کې د متعال خدای له امر څخه سرغړونه وکړ او له الهي دربار نه وشړل شو، متعال خدای د خپل عدل او حکمت له مخکې د هغه د بقا او دوام له غوښتنې سره موافقه وکړه.
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د قرآن شریف له مخې، ابلیس یو له هغو شیطانانو دی چي پېری دی. شیطان هر یو ورانکار، بې لارې کوونکی او سرکښ موجود ته ویل کیږي هغه که انسان وي او یا بل څه موجود وي، او ابلیس بیا هغه شیطان دی چي حضرت آدم یې تېرایستل او اوس هم د خپلو لښکریانو سره، د انسانانو په کمین کې دی
لیکن ولي ابلیس خلق شو، آیا د متعال خدای له عدل او حکمت سره دا سمون خوري چي دا شان یو موجود پیدا کړي چي انسانان بې لاري کوي؟ دغه مطلب کې مونږ غواړو همدغې پوښتنې ته ځواب ورکړو.
له متعال خدای سره د شیطان شخړه
اول: متعال خدای ابلیس د شیطان په بڼه پیدا کړې نه ده، د قرآن شریف د معلوماتو له مخې، ابلیس هم یو پېری وو او د انسانانو په څېر د ښه او بد کولو اختیار او اراده ورسره وه: «كانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّه».
دې په کتو سره، د ابلیس پنځون یعني خلقت د انسانانو د ګمراه کولو په هدف نه دی تر سره شوی، بلکې لکه څنګه چي د پیغمبر مبارک ص وصي او د اهل تشیع لومړی امام حضرت علی علیه السلام په خپله خطبه کې فرمایلی دی: ابلیس ۶ زره کاله عبادت وکړه، داسي کلونه چي معلوم نه دي دنیایي کلونه او که آخرتي کلونه وو، لیکن دا ټوله عبادت یې د یوې شېبې د کبر په خاطر له مینځه یوړه. (د نهج البلاغې ۱۹۲ خطبه)
هغه له خپلې ازادی څخه ناوړه استفاده وکړه او د باطل یعني بې ځایه مقایسه کولو په خاطر وویل چي هغه له اوره پنځول شوی او انسان له خټو، نو اور له خټو نه بره دی، «أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِى مِنْ نارٍ وَ خَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ». په دې خاطر یې کبر وکړ او په حضرت آدم یې د سجدې کولو لپاره د الهي امر څخه سرغړونه وکړه او له الهي دربار څخه وشړل شو. لیکن د زیاتې مودې عبادت په خاطر، متعال خدای د خپل عدل او حکمت له مخې د بقا او دوام لپاره د هغه له غوښتنې سره موافقه وکړه. ابلیس هم وویل چي له دغه ورکول شوې مودې نه د انسانانو د بې لارې کولو لپاره کار اخلي. متعال خدای غوښتله چي ابلیس له جنت څخه د شړل کېدو په خاطر له دغو ټولو عبادتونو سره، نوره پلمه پیدا نه کړي او هم د انسانانو د ازمویلو لپاره یو اوزار ووسي، چي د انسانانو ازموینه یو الهي هدف و.
د ودې لپاره د تضاد یعني ټکر اهمیت
دوهمه دا چي د پنځون د نظام له نظره د شیطان موجودیت د هغو با ایمانو خلګو لپاره چي غواړي د حق لاره کچ کړي، زیانمن نه دی، بلکې د پرمختګ او تکامل یعني د هغوی د ودي یو اوزار دی، ځکه چي پرمختګ، وده او ترقي، تل د ټکرونو یعني تضاداتو په مینځ او مان کې تر لاسه کیږي.
که په اسانه ژبه ووایو نو تر هغه پورې چي انسان د یوه پیاوړی دښمن په وړاندې نه وي، هیڅکله خپل ټول وس او هوښیارتیا په کار نه اچوي، همدغه د پیاوړی دښمن شتون د انسان د زیاتو هڅو لامل ګرځي چي په نتیجه کې ترقي او وده تر لاسه کیږي.
«په نړۍ کې هیڅ یو ځلانده تمدن پیدا نه شو، مګر دا چی، یو ولس د بهرني ځواک له یرغل سره مخ شو او د دغه یرغل په پایله کې خپل هوښیارتیا او توان په کار واچول او یوه ځلانده تمدن ستنه یې کښېښوده».
همدارنګه باید پوه شو هغه وخت انسان د خیر او ښېګڼي معنا درکوي او هغه غوره ګڼي چي شر وویني او له هغه نه خبر ووسي. د دې نظریې له مخې، د ابلیس شتون یعني موجودیت د انساني نړۍ د نظام یوه ستنه ده او یوازې هغه وخت د ابلیس موجودیت شر ګڼل کیږي چي له هغه څخه پیروي وشي ، لیکن ورسره مخالفت او مبارزه خیر یعني ښېګڼه ده او د پیاوړتیا او ودې او تعالي چینه ده.
د شیطان هرکلی
دریم دا چي ابلیس هیڅکله په ناڅاپه او له مقدماتو پرته زمونږ روح او بدن ته نه راځي، او زمونږ د روح ټاټوبې ته له پاسپورت پرته نه شي راکلای یعني له سرحداتو تېرېدای نه شي، د هغه برید هیڅکله ناڅاپه نه دی، هغه زمونږ په اجازې سره، واردیږي. او مونږ خپله یو چي ورته دروازه خلاصوو. لکه څرنګه چي په قران شریف کې د نحل د مبارکې سورې په ۹۹ او ۱۰۰ ایتونو کې متعال خدای فرمایلی دی: «إنّهُ لَيسَ لَهُ سُلطان عَلى الّذينَ آمَنوُا وَ عَلى رَبِّهِم يَتَوكّلُون * إنّمَا سُلطانَه عَلى الّذينَ يَتولّونَهُ وَ الّذينَ هُم بِهِ مُشرِكُون»؛
د دغو ایتونو له مخې، ابلیس او نور شیطانان هیڅکله د انسان زړونو او روح ته د ننوتلو اجازه نه لري مګر دا چي خپله انسانان ورته دا اجازه ورکړي، هغه هم له هغوی څخه په پیروی سره.
بل ټکی دا چي سمه ده چي مونږ شیطان د هغوی ملګرې نه وینو، لیکن د هغوی د پښو پلونه کتلایشو، هر ځای کې چي د ګناه محفل وي او هر یو ځای کې چي د معصیت اوزار د لاسرسي وړ وي او هر هکله چي د دنیایي سیم او زر او د تجملاتو د پاللو مساله رامینځ ته شي، او د غرایزو د سرکښیو پر مهال، او د غوصې او غضب پر مهال د شیطان حضور حتمي ده. ګواکې په داسي یو حالاتو کې انسان د هغه د وسوساتو ږغ د زړه له تلې اوري او د هغه د پښو تل په خپلو سترګو سره ویني.
اخري خبره دا چي انسان په خپل هیڅ یو کردار یعني عمل کې مجبوره نه دی. متعال خدای هغه ازاد ګرځولی او ورته اختیار ورکړی دی څو په ښه توګه وده وکړي او متعال خدای ته ورنژدې شي او د شیطان او جهالت په وړاندې انسان سره په خپل لطف او د رسولانو په مرستي، اسماني کتابونو، عقل او ښه فطرت او ورځني تذکراتو سره، مدد کوي.