IQNA

مباهله او نرم قدرت

14:28 - July 02, 2024
د خبر لمبر: 3489469
ایکنا -  په مباهلې واقعې کې د پيغمبراکرم(ص) وسله ، له هغه شي څخه غوره استفاده وه چې نن سبا د یوه نرم قدرت په عنوان سره پيژندل کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ذی الحجې څلورویشتمه نیټه چې د رسول الله بزرګوار(ص) دنجران له مسیحیانو سره د مباهلې ورځ ده، چې مسیحیانو له پيغمبره د مباهلې غوښتنه کړې وه.

مباله د حقانیّت د اثبات لپاره د الهي نفرین ااو لعن غوښتنه ده او د هغو دوو لورو ترمینځ  پیښږي، چې هر یو د حقانیّت ادعا کوي.

د نجران  له مسیحیانو سره د بيغمبر(ص) مباله، د اسلام د سرکینیو وختونو یوه پیښه ده چې د پيغمبر اکرم (ص) د بلنې د حقانیّت نښه نشه بلل کیږي.دغه واقعه همداراز په مباهلې کې د پيغمبر اکرم(ص)او دهغه د اهل بیت (ع) یعنی امام علی،فاطمه،او حسنین علیهما السلام پر فضیلیت دلالت کوي.

د  سرچینو په اساس، پيغمبر اکرم(ص) د نجران له مسیحیانو سره له ناظرې وروسته  او د هغوي په ایمان نه راوړلو پسې ، د مباهلې وړاندیز وکړ او هغوی هم ومانه؛خو د موعود په ورځې، د نجران مسیحیان  ددې له لیدو وروسته چې پیغمبر اکرم(ص) خپله کورنۍ له ځان سره راوسته ، له مباهلې  ډډه وکړه.

د آل عمران سورې ۶۱ آیت د مباهلې د پيښېئ خبره کوي او د مباهلې په آیت هم مشهور دی.اهل تشیّع معتقد دي د مباهلې په آیت کې، امام علی (ع) د پیغمبر اکرم(ص) د روح اوژوند په معنا شمیرل شوی او له دې امله دغه آیت د  امام علی له فضایلو ګڼل کیږي.د غه واقعه د اهل تشیّع او اهل تسنن  په سرچینو کې نقل شوې ده.

  له دغې واقعې وروسته د مباهلې آیت نازل شو او خداوندمتعال وفرمائيل؛ فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ العِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَةَ اللهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ: هرکله له هغه علم او پوهې وروسته چې (د مسیح په باب )تاته درورسید،(بیا) ځینی کسان له تا سره شخړې او مقابلې ته راپورته شي، نو هغوي ته ووایه ،راشئ مونږ خپلو بچیانو ته بلنه ورکړو، تاسو خپلو بچیانو ته ، مونږ خپلو میرمنو ته ،تاسو خپلوهم خپلو میرمنو ته ،مونږ هم خپلو روحو ته او تاسو هم خپلو نفوسو او روحو ته ،؛ هغه مهال مباهله وکړو؛  او پر دروغجنو د خداي د لعنت  دعا وکړو؛ (سوره آل عمران/ آیه ۶۱).

که چیرې دغې پيښې ته په ژوره توګه  فکر وکړو ،نو پوهیږو چې نرم قدرت  د صفونو د پياوړتیا او   له سرزورو  او افراط پالو باندې  د دوی  بریالیتو د ترلاسه کولو په زمینې کې د  مینه ناکو خبرو  او د سخت قدرت  له نورو سره (تاؤتریخجنو)خبرو په اساس، پر مخ بیوللی شي.

دا مسئله  په دوو اړخونو کې  ارزونې وړ ده ؛   

لومړئ؛د  سرزورو او افراط پالو ایشواکیدل؛ ځکه  منطقي او په آرامښت سره  خبرې اترې ددوي جبهه نندارې ته وړاندې کوي  او دوی له مینځه وړي . ځکه چې دوي  هیڅله هم د عقل له وسلې  او له ښو او نیکو خبرو برخمن نه دي څو  ځواب ووئيل شي.

دوهم؛  پر افراط پالو  د بریالیتوب  حتمي کیدا؛ ځه  د دوي ایشوا کیدا  له دوي څخه د پراختیا فرصت   اخلي او هغه رسئ چې د نوو اقداماتو  په لور غزول شوي، شلوي.

خو  ددغه چیلنج  له منلو څخه  د پیغمبر اکرم موخه ،په مباهلې کې لومړی پر خداي د هغه اعتماد او ایمان او په دوهمې مرحلې کې پر خپل ځان  اعتماد او بیا  ورسره  پر خپلو اهل بیتو او ملګرو باندې او په څلورمې مرحلې کې  دمقابل  لوری په قانع کولو کې پر خپلې توانمنئ ډاډمنیدا ده .

نو ځکه په دغې واقعې کې د پیغمبراکرم(ص) وسله ، له هغه خوښ شي استفاده وه چې نن سبا  د نرم قدرت په عنوان سره پيژندل کیږي.

https://iqna.ir/en/news/3488949

 

captcha