قرآن کریم د یهودیانو فاسقه او بدعهده أله دهغوی له مینځلارو ډلو څخه بیلوي (مائده؛۶۶) او لومړۍ ډله په حقایقو او معارفو کې په لاسوهنواو تحریفونکي معرفی کوی . په همدې دلیل هیڅوک د د وي له قوله په تاریخي کیسو او داستانونو کې هیڅ اعتماد نشي کولی؛ځکه له تحریف څخه هیڅ پروا نه لري او دا پخوانی عادت د ارزښتمنو معارفو د له لاسه وتلو سبب شوي دي. «فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِیثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَ جَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِیَةً یُحَرِّفُونَ الْکَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَ نَسُوا حَظّاً مِمَّا ذُکِّرُوا بِهِ» (مائده: ۱۳).
خداوند دوي ته کتاب ،نبوت اوروښانه دلیلونه ولیږدول خو دوي د پوهې او خبریدا له ترلاسه کیدا وروسته ،د حسادت او برلاسی له پلوه له اختلافاتو سره مخ شول؛
؛وَ لَقَدْ آتَیْنَا بَنِی إِسْرَائِیلَ الْکِتَابَ وَ الْحُکْمَ وَ النُّبُوَّةَ وَ رَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّیِّبَاتِ وَ فَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِینَ* وَ آتَیْنَاهُمْ بَیِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلاَّ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیاً بَیْنَهُمْ» (جاثیه: ۱۶و ۱۷).
په کلي توګه دتورات تحریف د لفظي او معنوی دوو طریقو سره شوی دی. لفظي تحریف په کمولو،زیاتولو او د کلمو ځاي په ځاي کولو سره شوی او معنوي تحریف هم چې په حقیقت کې همغه د تورات فاسد تاویل او تفسیر دی. حتی هغه یهودیان چې د پيغمبر اکرم (ص) په نزد ورتلل،هڅه ئې کوله څو د خبرو په تحریفولو سره دهغه د دروغ بللو لپاره کوم لاسوند ترلاسه کړي.؛ وَ مِنَ الَّذِینَ هَادُوا سَمَّاعُونَ لِلْکَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِینَ لَمْ یَأْتُوکَ یُحَرِّفُونَ الْکَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ» (مائده: ۴۱)
د مسلمانانو دینی بحثونه هم د یهودیانو له لاسوهنو او کارړنګولو خوندي نه وو. په لیدتوګې او لیکنو کې په تیرو څوارلسو پيړیو کې په اسلامی کلتور کې د اسرایئلیاتو نفوذ وتوانید، په تفسیر،تاریخ ،کلام او فقې په زمینې کې ژورې اغیزې وشیندي. عبدالله بن سلام هغه لومړنی کس چې په مسلمانانو کې ئې د یهودو د کلتور د خپروي په زمینې کې فعالیت کاوه.وهب ابن منبه یو بل هغه کس ؤ چې دتیرو وختونو په خبرونو کې ئې لاس درلود او په اسلامی ټولنې کې ئې ناسم اطلاعات دودول. کعب الاحبار د یمن یو یهودي ؤ چې له پيغمبر اکرم(ص) وروسته ئې اسلام ومانه او د یهودو له کتابونو او کیسو ئې د خپلې خوښې بې بنسټه نقلونو باندې ککړ حدیثونه وړاندې کړل او له دې لارې ئې پر اسلامی کلتور سخت ګوزارونه وکړل او ډير تاوانونه ئې اسلامی فرهنګ ته رسولي دي.