IQNA

د حضرت امام حسین(ع)شخصیّت ته د قرآن کریم اشارې

5:33 - July 11, 2024
د خبر لمبر: 3489516
ایکنا – قرآن کریم پخپلو ځينو آیتونو کې ځيني اشارې لري چې هغه  له حسین ابن علی(ع) شخصیّت سره ناظرګڼلی شي او  یا لږترلږه د هغه شخصیّت  یو څرګند مصداق حسابیږي.

د حضرت امام حسین(ع)شخصیّت ته د قرآن کریم اشارېد یزید  په ضد د حضرت امام حسین علیه السلام  پاڅون ،یوه داسې اسطوره او لويه واقعه وه چې  نامه ئې په تاریخ کې تل پاتې شوه. حضرت امام حسین  علیه السلام  چې دغه حماسه ئې وپنځوله،  داسې شخصیّت دی چې  د پیغمبر اکرم په زمانې کې زیږیدلی  او د خدای درسول  او دخپل نیکۀ ترڅنګ او دغه راز د  خپل پلار حضرت امام علی  علیه السلام ترڅنګ لوي او ورزول شو. نو ځکه هغه بزرګوار که څه  هم کوچنی ؤ،خو په ځينو وختونو کې د قرآن کریم د نزول په وخت د خدای د رسول حضرت محمد مصطفی(ص) ترڅنګ موجود ؤ.

قرآن کریم پخپلو ځينو آیتونو کې  ځیني داسې اشارې  لري چې هغه د حسین ابن علی(ع)په شخصیّت ناظرې   یا  لږرترلږه  د هغه شخصیّت  د هغو آیتونو څرګند مصداق  ګڼل کیدلی شي. حضرت امام حسین علیه السلام  د خدای د رسول (ص) لمسی دی او یو هغه کس دی چې د موَدت د آيت مصداق ګرځيدلی دی.په قرآن کریم کې راغلي دي؛ قُلْ لا أَسْئَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبى‏»    ووایه! تا{زما د رسالت د رسولو په وړاندې ] د نزدو کسانو خپلوانو[یعنی زما له اهلیت] مودت پرته  بله هیڅ جایزه نه غواړم::: (شوری/23). د احمد بن حنبل،ابن ابی حاتم، طبراني او ابن مردویه په څير محدّثانو له ابن عباسه ر وایت کړي  چې ؛ هغه مهال چې آیت؛  قل لا اسئلکم...»  نازل شو،اصحابو ووئيل! ائ دخدای پیغمبره! دغه خپلوان(د تا اقربا)  چې پر مونږ د دوی دوستي او مودت واجب شوی دی څوک دي؟ ، هغه بزرګوار وفرمائيل؛ علی اوفاطمه او د هغوی دوه بچیان (حسن او ح سین)::

یو بل آیت ، د اهل بیت آیت دی چې فرمائي ؛ إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً»، له پرته بل څه نه دي چې تل خدای غواړي، له تاسو [اهل بیت څخه] هر ډول  پلیتي او ککړتیاوې لیرې کړي::  (احزاب/33).   له حلاه روایت شوي دي چې د پیغمبر له اهل بیتو مقصد، محمد،علی،فاطمه،حسن او حسین علیهم السلام  دي.د مثال په توګه؛ د پیغمبر اکرم(ص)یوه  ماندنه  ام سلمه  نقل کړي دي، پیغمبر(ص) فاطمةالزهرا(س)ته وفرمائيل؛خپل خاوند او بچیان هم راوله. هغه مهال  چې ټول جمع شول، د خدای رسول پر دوي یوه کپړه یا څادر وغوړوۀ او ورسته ئې د اهل بیت آیت ددوي لپاره قرائت کړ.

د مباهلې آیت ، یو بل  آیت دی چې د حضرت امام حسین علیه السلام په لوي شخصیّت  دلالت کوي. د مباهلې کیسه ، د پیغمبر اکرم(ص)ّ په وخت کې یوه مشهوره  کیسه ده چې په هغې کې ، دنجران مسیحیانو  له پیغمبر اکرم(ص) سره جدال ته ر اپورته شول او دواړو لورو فیصله وکړه چې یوبل  نفرین کړي .څو وویني  خداوندمتعال د  کوم یو نابودوي.په آیت شریف کې فرمائيل شوي دي ؛ فَمَنْ حَاجَّكَ فيهِ مِنْ بَعْدِ ما جاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعالَوْا نَدْعُ أَبْناءَنا وَ أَبْناءَكُمْ وَ نِساءَنا وَ نِساءَكُمْ وَ أَنْفُسَنا وَ أَنْفُسَكُمْ ْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكاذِبينَ» (آل‌عمران/61).

د اهل تشیَع د دوامدارو روایتونوپه اساس، پیغمبراکرم(ص) هغه مهال چې  د وعدې ځاي ته ورغی،نو یوازې علی ، فاطمه او دهغوي دوه بچیان، یعني حسن او ح سین  ئې هم له ځانه سره بوتلل. پر دې اساس، له ؛ابناء؛ څخه مقصد(د مونږ بچیان) په دغه آیت کې هم حسن او حسین (ع) دي.

captcha