ایکنا خبري اژانس د البلدي په قول راپور راکړی شیخ محمد السندیوني د مصر د تلاوت او د لومړي نسل نامتو قاري او د اسلامي دنیا او د مصر یو ستر قاري شیخ محمد السندیوني په نولس سوه دولسم میلادي کال کښې د مصر په قلیوبیه ولایت کښې په سندیون کلي کښې وزیږیده.
هغه د قران کریم تلاوت د کلي په مکتب کښې زده کړ او قران کریم حفظ کړ.
په ځوانۍ کښې یې پلار وفات شو او مور هغه قاهرې ته واستوه او هلته د قران کریم د قاري په توګه د مصر له راډیو سره یوځاې شو او څه موده وروسته د مصر راډیو هغه د میلمه قاري په توګه د فلسطین راډیو ته واستوه او کابو لس کاله هلته د قران کریم په تلاوت بوخت شو.
هغه دغه راز د عراق ، د اردن ، د سوریې او د کویت په راډیوګانو کښې تلاوت وکړ.
د قران د تلاوت په بیلابیلو برخو باندې د شیخ السندیوني تسلط د تجوید او د قرائت په حکمونو سربیره او دغه راز د شوخ طبیعت لرلو په څنګ کښې تاندې او خوشحاله روحیې هغه یو ځانګړی شخصیت جوړ کړی دی.
سره له دې په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې او په فلسطین کښې د جنګ د رامینځته کیدا د ګونګوسو د زیاتیدا په وخت مصر ته بیرته ورستون شو او د قاهرې راډیو ته بیرته ورغی او په دغه رادیو کښې د قران کریم د تلاوت کولو لپاره د خپلې ارادې په اعلانولو سره د قاهرې راډیو له نوموړي وغوښتل چې د قاهرې د راډیو د تلاوت په ازموینه کښې ګډون وکړي.
خو دغه غوښتنه د دغه قاري لپاره سخته شوه ځکه چې هغه نه یوازې په مصر بلکې د اسلامي دنیا مشهور قاري و او د نړۍ له بیلابیلو راډیوګانو څخه تر کلونو کلونو پورې د هغه تلاوتونه خپاره شوي وو.
هغه چې هیڅکله یې د قاهرې د راډیو د تلاوت په ازموینه کښې ګډون ونکړ او نور هلته بیرته ستون نشو څه موده وروسته د چایو یعني د قهوې یو دکان خلاص کړ او هلته به یې د قران کریم تلاوت کاوه.
هغه بالاخره د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال د اګست په پینځویشتمه نیټه په ناروغۍ له اخته کیدا وروسته وفات شو.
په دوام کښې د شیخ السندیوني د تلاوت ځینې برخې چې د قران کریم د القلم سورې له لاندې ایتونو څخه اخیستل شوي دي لیدلا شئ.
د القلم سورې له شپږدیرشم ایت څخه تر نهه دیرشم ایت پورې
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۳۴﴾
د پرهیزګارانو لپاره د هغوې له پروردیګار سره له نعمتونو ډک باغونه دي
أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ﴿۳۵﴾ ایا فرمان وړونکي به له بدکارو سره په یوه لیکه کښې راولو ؟
أَمْ لَكُمْ كِتَابٌ فِيهِ تَدْرُسُونَ ﴿۳۷﴾ په تاسو څه شوي دي څنګه فیصله کوئ؟
إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ ﴿۳۸﴾هر څه چې خوښوئ په هغه کښې د تاسو لپاره شته دي.
أَمْ لَكُمْ أَيْمَانٌ عَلَيْنَا بَالِغَةٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ ﴿۳۹﴾ ایاتاسو زمونږ نه د قیامت تر ورځې پورې قسم اخیستی دی چې هر څه ستاسو زړه وغواړي هماغه شان حکم به کوئ؟