IQNA

په مراکش کې د افریقا د قرآني سیالیو د تر ټولو کوچنیو ګډونوالو درناوی

6:36 - October 01, 2025
د خبر لمبر: 3491796
ایکنا -د افریقائي عالمانو د «محمد سادس» فاؤنډیشن د قرآن د حفظ،ترتیل او قرائت د شپږمې دورې وروستۍ مرحله د غوره کسانو په معرفي کولو او د سیالیو په دواړو برخو (نارینه او ښځینه ؤ) کې د تر ټولو کوچنیو ګډونوالو په درناوي سره پاي ته ورسېده.

 ایکنانیوز  د ngearab.com په حواله راپور راکړی،د  یکشنبې په ورځ  (یعني د تلې دمیاشتې په  ۶ ) د افریقائي علماو د «محمد سادس» بنسټ د قرآن د حفظ، ترتیل او قرائت د شپږمې دورې سیالیو د فینال ګټونکي اعلان شول. دا سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د ستمبر له ۲۶ څخه تر ۲۸ پورې  په آنلاین بڼه د دې بنسټ د ۴۸ افریقائي هېوادونو د څانګو په ګډون د مراکش په «فاس» ښار کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ایتوپیا څخه «ابراهیم عبدالرحمن ابراهیم» د ورش له نافع روایت سره د بشپړ حفظ په څانګې کې  لومړی مقام ترلاسه کړ، » له نیجریا «حامد موسى زکریا  دویم او له کینیا څخه «یحیى محمد آدم» دریم شو.

د بېلابېلو قرائتونو او روایاتو سره د بشپړ حفظ په رشتې کې لومړی مقام  له ایتوپیا اسحاق عزالدین» ، دویم مقام له مالي جمهوریت  څخه «محمد بکاري دارمي» او درېیم مقام له تنزانیا څخه «امیر مولد دونو» ترلاسه کړ.

همدارنګه، د لږ تر لږه پنځه جزو یا سپارو په  حفظ سره د قرائت په څانګې کې له ګیني کوناکري، «ابوبکر احمد توره» له کینیا «احمد محمد هلي» او له ماداګاسکار څخه «راکوتر ندرابب مویس» په ترتیب سره لومړی تر دریم مقام ترلاسه کړل.

د سیالیو دارالانشا په هرې برخې کې یو هڅوونکې جایزه هم ورکړه، چې له ګامبیا «سعد عثمان جالو» او له موزامبیک څخه «محمد عمران ابراهیم» د لومړۍ او دویمې برخې جایزې ترلاسه کړې، او د ۵ حزبونو یا سپارو په  حفظ سره د قرائت په څانګې کې دا جایزه له سائوتومه او پرنسیپ (د افریقا دویم خپلواک ایالت) «کارلي سرجیو دومینګوش»  ته ورسېده.

دارالانشا همدارنګه یوه جایزه د نارینه او ښځینه وو په برخو کې تر ټولو کوچنیو ګډونوالو ته وقف کړه، چې په ښځینه برخې کې دا جایزه د ساحل عاج د ۱۱ کلنې ګډونوالې او په نارینه ؤ برخې کې د نیجریا  ۷ کلن قاري ته ورکړل شوه.

د افریقایي علماو د محمد سادس بنسټ عمومي منشي، محمد رفقی، په خپلو خبرو کې د ګډونوالو لوړې کچې ته په اشارې وویل چې دا د افریقائي استادانو د هغو هڅو ښودنه کوي چې د افریقا په براعظم کې د قرآني مرکزونو او دارالقرآنونو ځوانانو ته پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړه: د دغو سیالیو شپږم پړاؤ پایلې د قناعت وړ وې او په پاي کې د قرآن غوره حافظان، نارینه او ښځینه، وپېژندل شول، چې کولای شي په نړیوالو سیالیو کې د بېلابېلو سیمو او براعظمونو په کچه حیرانوونکې پایلې ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4307767

captcha