ایکنانیوزد radioalgerie.dz له قوله راپور راکوي، د قرآن کريم اوهويشتمه ملي اوونۍ د الجزاير د ديني چارو او اوقافو وزارت په نوښت او د دغه هېواد د اوقافو وزير يوسف بلمهدي په شتون سره د محمد بوقره پوهنتون د کنفرانس په تالار کې پرانيستل شوه او تر درو ورځو ئې دوام وکړ.
دا غونډه د بېلابېلو پروګرامونو لکه «د قرآني ارزښتونو په رڼا کې ټولنيز يووالی او ملي وحدت» په نوم سيمينار سره مل وه او (د سپټمبر ۱۵مه) د امام جماعت ملي ورځ د «زمونږ ملي وحدت د جوماتونو له منبرونو څخه سرچينه اخلي» شعار سره د دې فعاليت په چوکاټ کې ترسره شوه.
د قرآن د حفظ سیالئ، علمي غونډې او د کارپوهانو او پوهنتوني استادانو په ګډون ويناوې د دې اوونۍ نور پروګرامونه ددغو دستورو نور پروګرامونه وو.
د الجزاير د اوقافو وزير د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل: د قرآن د حفظ د مسابقو ګډونوالو شمېر هر کال زياتيږي او په تېرې رمضانيې سيالۍ کې ۱۴ زره او ۶۸۱ کسانو نومليکنه کړې وه.
هغه زياته کړه: د قرآن د حفظ مسابقې، چې کلونه دي په ټول هېواد کې ترسره کيږي، د نړيوالو د قرآن د حفظ مسابقو لپاره د تغذيې سرچينه ده او الجزايري حافظان هر کال په دغو سياليو کې غوره مقامونه ترلاسه کوي.
بلمهدي د الجزاير د قرآن کريم د ملي اوونۍ په ترڅ کې د امام جماعت د ملي ورځې د لمانځنې يادونه وکړه او وې ويل: دا مناسبت امامانو ته ډېر ارزښت ورکوي؛ هغوی عادي کارکوونکي نه دي، بلکې د اسلام د پيغام وړونکي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4305338