IQNA

د سید حسن نصرالله او صفی‌الدین د شهادت د کليزې د لمانځلو لپاره حزب الله پروګرامونه

11:32 - September 18, 2025
د خبر لمبر: 3491728
ایکنا - د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ (حزب‌الله)  د وخت عمومی منشي سيد حسن نصرالله او سيد هاشم صفی‌الدین د شهادت کليزې د پروګرامونو جزئيات اعلان کړل.

 ایکنانیوز له المنار له قوله راپور راکړ،د حزب‌الله غورځنګ د معلوماتو د برخې مسؤل، علي ضاهر، د دغو دوو مبارزو شخصیتونو د شهادت کليزې جزئيات اعلان کړل.

هغه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د سږکال د مراسمو شعار «په هغه تړون چې مو کړی، ولاړ يو» دی او دا مراسم به د تلې دمیاشتې  له ۳  څخه تر ۲۰ (د سپټمبر ۲۵مې څخه تر اکټوبر ۱۲مې) پورې ترسره شي.

ضاهر روښانه کړه چې د سپټمبر په ۲۵مه، په بيروت کې د الروشه غونډه به د ماښام له ۵:۰۰ بجو څخه تر ۷:۰۰ بجو پورې د دغو  دوو شهيدانو په انځورونو رڼا اچول کيږي او په دغو مراسمو کې به سمندري پروګرامونه هم ترسره شي.

هغه اعلان وکړ چې رسمي او مرکزي مراسم به په يوه وخت د حزب‌الله د درو شهيدو عمومي منشيانو د قبرونو په ځای کې ترسره شي، چې پکې به د حزب‌الله عمومي منشي شيخ نعيم قاسم وينا هم وکړي.

ضاهر زياته کړه چې د سيد حسن نصرالله د شهادت په وخت کې د خلکو غونډې جوړول د دغې کليزې نورې غونډې دي او ويې ويل: په ټولو سيمو کې به د خلکو لاريون، د امت د سيدالشهدا  د عروج په ورځ له ډله‌ييزو غونډو سره يو ځای ترسره شي.

هغه ټينګار وکړ: د نړيوالو قاريانو په ګډون له قرآن کريم سره د انس محفلونه، په نبي شيت کې د دغو شهيدانو د انځورونو پورته کول، د مقاومت چورلیز  د نړيوالو شاعرانو شعري ماښام، د مسلمانو عالمانو غونډه او د بصري هنرونو نندارتون د حسن نصرالله او صفی‌الدین  شهيدانو د لمانځنې نور ځانګړي پروګرامونه دي.

https://iqna.ir/fa/news/4305473

captcha