مني لیکوال او تحلیلګر، عدنان عبدالله جنید، په ایکنا کې د حزبالله پ د وخت عمومی منشي د سیدحسن نصرالله، د شهادت د لومړئ کلیزې په مناسبت، په مقاومتي چورلیز کې د دغه مبارز شهید د رول او ځای په اړه خبرې وکړې.
د دې مرکې ځیني برخې ستاسو خدمت ته هم وړانډې کوو.
ایکنانیوز ورڅخه پوښتنه وکړه چې د نصرالله مکتب هغه ځانګړتیاوې او صفتونه څه وو چې هغه ئې ممتاز کړ او د نړۍ د پتمنو په زړونو کې ئې نفوذ ئې وکړ؟ نو هغه هم په ځواب کې ووئيل؛ د دغه مبارز شهید مشر مکتب بل څه نه دی مګر د محمدي او علوي د نور د شجرې دوام. هغه خداى د لویو پیغمبرانو له مکتب او د امام حسین (ع) له مکتب څخه، د الهام اخستونکي مشر په توګه، زده کړه چې څنګه د ناکامیو له ژورو څخه بریا راوباسي. هغه مقاومت له یوې نظرئې څخه په یوې ټولنې او له ټولنې څخه په یوه ملت بدل کړ چې پر پښو ولاړ دی. د هغه مشرئ داسې ممتازې ځانګړتیاوې درلودې چې معجزې ته نږدې وې. په دغو ځانګړتیاؤ کې،
د پټ حکومت جوړول، د حزبالله غورځنګ ئې منظم پوځي سیستم او پراخه ټولنیزې خدماتو په چینل بدلول او په ځاي او ملي وفادارئ ئې د تلپاتې سټراټیژیکې شتمنۍ باندې بدلول شامل وو.
عدنان جنید د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ زمونږ لپاره، شهادت د لارې پای نه دی؛ بلکې هغه تخم دی چې ددښمنانو په لاس ښخ کړئ شوی او د مقاومت مجاهدانو ډله به یې غافلګير کړي. د هغه پاک مړی له مونږه جلا شو او د هغه معجزهوار غیبت بشپړ شو. د هغه وینه هغه راز شوه چې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي او د انتقام او غچ او بریا روحیه پیاوړې کوي.
د ایکنا خبریال بیا ورڅخه پوښټنه وکړه، د سید عبدالملک الحوثي په اړه د هغه د ژورې مینې په اړه تاسو څه وائي ،؟نو عدنان جنید هم په ځواب کې ووئيل؛ دا مینه د هغو روحونو مینه ده چې مخکې له دې چې په ځمکه کې سره یو ځاي ښی، د ولایت په پړاؤ کې سره یو ځاي شوه.
سیدحسن د قرآني یقین په سترګو سره کتل او غوښتل ئې چې کاش د یمن د شجاع رهبر تر بیرغ لاندې یو عسکر وئ. سیدحسن نصرالله، د مقاومت مشال د یمن رهبر عبدالملک الحوثي، ته وسپاره څو د مقدسو ځایونو د ازادولو لاره او پروژه بشپړ کړي. د دوي مینه یوه کړئ شوه چې بيروت او صنعا ئې سره یوځای کړل او د دښمن د ویشلو ټول پلانونه او دسیسې ئې ناکامه کړې.
سیدحسن نصرالله د نوې دورې استازي و. د هغه مکتب یو قرآني او نبوي مکتب و چې د مقاومت بنسټونه ئې د نسلونو لپاره جوړ کړل. د هغه وینه نه یوازې د لبنان خاوره سیرابه کړه، بلکې د دې ځمکې هر آزاد انسان د رګونو ټکان شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4307802