د ایران یوه نړیوال قاري او د قرآن مخکښ شخصیت، احمد ابوالقاسمي،د «زینالاصوات» قرآني سیالیو د پروګرامونو د تشریح په خبري ناسته کې وړانديز وکړ چې د آلالبیت (ع) مؤسسه باید یو نوی کار ترسره کړي او په ایران کې د فیناليسټو قاریانو نهائي سیالۍترسره کړي. نوموړي دا حرکت د ستاینې وړ وباله او د ایکنا خبريال ته ئې په نورو توضیحاتو کې وویل: د قرآني فعالانو له وړتیاؤ د استفادې لپاره اړینه ده چې هر کال یو ځل نامتو قاريان خپل ځانونه ارزونې ته وړاندې کړي څو د ودې او زیاتې هڅې لپاره هڅونه وشي او دا هڅې د دوي لپاره د یوې پانګې په توګه پاتې شي.
هغه د ایران د قرآني سیالیو د جوړولو په برخې کې د لوړې وړتیا په یادولو سره زیاته کړه: په هېواد کې د قرآني سیالیو په څیر د پیښو د اجرا کولو وړتیا پر هیڅ چا پټه نه ده.
دې مخکښ قرآني شخصیت د داسې سیالیو د ترسره کولو لپاره یو اساسی وړانديز وړاندې کړ او ټینګار ئې وکړ: هغه طرحه چې کلونه وړاندې مې پرې ټینګار کړی، د فیناليسټو قاریانو او حافظانو د فینال جوړول دي. د بېلابېلو هېوادونو له عامو قاریانو څخه د بلنې پر ځای، چې په هیواد کې نورې ورته سیالۍ ترسره کوي، باید یوازې د نړیوالو معتبرو سیالیو اتلان او غوره رتبه لرونکي کسان وبلل شي. په قم کې د آلالبیت (ع) مؤسسه دا وړتیا لري چې په راتلونکو کلونو کې دا ډول یوه عالي او نړیواله پیښه پلې کړي.
د ایران دغه مخکښ قرآني شخصیت په پای کې د پویا چینل (د ماشومانو او تنکیو زلمیانو لپاره) په «محفل ستارهها» پروګرام کې د بریالۍ تجربې په یادولو سره وویل: په قرآني پروګرامونو کې د خوښۍ فضا او زړه راښکونکو شخصیتونو کارول ثابته کړي چې کولای شي ماشومان او حتی لویان د ټیلیویژن کیمرو مخې ته وړاندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4307378