او له نورو خلکو او بې وزله کسانو سره مرسته کول دي خو د تخریبي شتمنیو راغونډول له ناجایزې لارې د شتمنیو غونډولو ته ویل کیږي چې په ظلم او تیري سره لاس ته راوړل کیږي او دغه شتمنۍ د بې عدالتۍ، په نورو باندې د ظلم کولو ، د خلکو د وژلو او یا په نورو ناجایزو لارو لګول کیږي.
د شتمنیو راغونډول یو ډول د شتمنیو په راغوڼدولو کښې زیات غوښتنه ده چې وګړي د بیلابیلو دلایلو په خاطر د شتمنۍ په غونډولو پسې دي.
ځینې کسان د زیات حرص او لالچ او د زیات واک د لرلو په دلیل دا ډول شتمنۍ غونډوي او ځینې نور کسان د ژوند د اړتیاو د پوره کولو او د شیانو د تولیدولو لپاره پیسې غونډوي.
د شتمنیو راغونډول په قران کریم په دوو رغنده او تخریبي ډولونو باندې ویشل شوي دي.
د قران کریم په وینا په مثبت ډول د شتمنیو غونډول هماغه شتمنۍ ده چې ټولنې ته د خدمت لپاره ګټور وي.
خو د مخربې شتمنۍ غونډول له ناجایزې لارې د شتمنیو راټولولو ته ویل کیږي چې په ظلم او تیري سره لاس ته راځي او هغه د بې عدالتۍ او په نورو باندې د ظلم ، د وژلې او د نورو ناجایزو لارو لپاره لګول کیږي او حتی ممکنه ده چې له ناشکرۍ او ظلم سره سره سم شتمنۍ یوځاې له لاسه ووځي.
په قران کریم کښې د شتمنیو راغونډول د تکاثر، او د کنوز په نوم پیژندل شوي چې معنا یې د مال او د شتمنۍ جمع کول او اتراف هم خلکو ته د شتمنۍ د غونډولو په وجه د نه ژمنتیا د مصرف په معنا ده چې له دغه ناوړه عمل څخه ځانونه لیري کړي.
په دې اړونده قران کریم د «قارون» په شان کسان معرفي کوي چې مخربه شتمنۍ یې جمع کړي وه او دا د جاهلانه کړچار او له بې وزله خلکو او مسکینانانو سره د مرستې د نه کولو په دلیل وو.
له دې کبله زیاتې شتمنۍ نه یوازې د قارون لپاره ګومه ګټه نلرله بلکې دغه شمتۍ د قارون لپاره د ظلم او د زور او زیاتي زمینه برابره کړي وه.
په قران کښې د مخربې شتمنۍ د راغونډولو بله بیلګه یهود دنیا پاله کسان دي چې له ناجایزو لارو شتمنۍ غونډوي.د دوې کار رشوت اخیستل دي او دوې اړمنو کسانو ته له انفاق کولو او ورسره مرستو کولو ډډه کوي.
د شتمنۍ د راغونډولو بله بیلګه فرعون دی چې نه یوازې د فساد او د بې وزلۍ زمینه یې برابره کړه بلکې د خلکو د بې لارې کیدا او له اخرت او خدای څخه د دوې د غفلت سبب هم شوي ده.
د دغه قاروني ټولنې په مقابل کښې سلیماني ټولنه ولاړه ده چې د اقتصاد په ډګر کښې د ایماني ټولنې په توګه په خپلې پوهې زیاتولو ، هڅې کولو او تولید ټینګار لري او د مالي فخر په هکله فکر نه کوي ځکه چې حضرت سلیمان علیه السلام ستر قدرت او شتمنۍ لرله ، خو د هغه شتمنۍ راکده نه وه بلکې د نورو خلکو د خدمت لپاره مصرف کیدله.
په دې سربیره د حضرت سلیمان علیه السلام په وسیله له بې وزله خلکو مرسته کیدله ، زکات او انفاق ترسره کیده او په همدې دلیل د حضرت سلیمان علیه السلام د شتمنۍ غونډولو د خیر اړخ درلود او په هغه کښې سرغړونه او نا شکري نه وه.
https://iqna.ir/en/news/3489818