IQNA

د شیخ عبدالحکیم عبدالطیف یادونه

10:56 - September 12, 2024
د خبر لمبر: 3489835
د مصر یوه پخواني قاري شیخ عبدالحکیم عبداللطیف د خپل ژوند څه د پاسه اویا کلونه د قران کریم په خدمت کښې تیر کړل او د قرائت په علم کښې د هغه اثار تراوسه د قراني علومو د څيړاندو او د قاریانو لپاره یوه مرجع ده.

ایکنا خبري اژانس د «الجمهوریه» ورځپاڼې په قول راپور راکړی د سپتمبر د میاشتې نهمه یعني د وږي د میاشتې نولسمه نیټه د مصر د پخواني قاري او شیخ عبدالحکیم عبداللطیف عبدالله سلیمان د وفات له اتمې کلیزې سره سمون خوړه.

هغه په نولس سوه شپږدیرشم میلادي کال کښې د مصر په پلازمینې قاهرې کښې په «دمرداش» سیمه کښې وزیږید.

هغه په څلور کلنۍ کښې محمدي مکتب ته  ورغی او هلته یې له شیخ امام عبده حلاوه او د هغه له ورور عبدالله سره د قران کریم تلاوت زده کړ او بالاخره په دولس کلنۍ کښې د ټول  قران مجید په حفظ کولو کښې بریالی شو.

تحصیل او استادان :

شیخ عبدالحکیم لومړی د الازهر ابتدايي مدرسې ته ورغی او د زده کړې له پیلولو وروسته د خپل پلار په ټینګار سره په نولس سوه پنځوسم میلادي کال کښې د الازهر د قران د قرائانو مرکز ته ورغی او په دغه مرکز کښې یې خپله زده کړه پیل کړه؛ هغه د مقدماتي او ابتدايي درسونو له زده کولو وروسته شرح شاطبیه و الدره له تفسیر ، نحو ، صرف او فقې سره یوځاې د شیخ محمد عید عابدین او شیخ احمد مصطفی ابوحسن او شیخ احمد علي په شان له استادانو سره زده کړل او ورپسې یې پرمختللی پړاو د شیخ عامر السید عثمان ، شیخ قاریان مصري او شیخ حسن المری په شان له استادانو څخه زده کړل.

شیخ عبدالحکیم عبداللطیف وروسته له پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سره په متصل سند سره د تلاوت مرحلې ته ورننوت او د دغه فن له استادانو یې د شاطبیه او د الدره پربنسټ متصل سند سره تلاوت زده کړاو له استادانو یې په متصل سند سره د تلاوت کولو اجازه ترلاسه کړه.

د قرائانو له مرکز څخه د شیخ له فارغ التحصیلې وروسته د معلم په توګه په کار بوخت شو؛

د فعالیت مخینه او تالیف شوي کتابونه

هغه د خپل ژوند په اوږدو کښې د مسجد سیده نفیسه  او  د مسجد سیده سکینه د قراني ټولنو او د الازهر پوهنتون  د قراني ټولنو په شمول د مصر د سترو قراني ټولنو د شیخ په توګه وګومارل شو او په دې موده کښې یې د مصر د سترو قاریانو لخوا د قران کریم په تلاوت یې په دغو ټولنو کښې څارنه وکړه.

ډیر علمي دقت، خلاصه ټنډه ، نیک اخلاق او دغه راز په زړه باندې اثر کونکی غږ هغه تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې دي چې شیخ عبدالحکیم عبداللطیف هغه لرلې او د هغه شهرت تراوسه پاتی دی؛ شیخ د قاریانو او د شیخانو اخري نسل بللی شو چې قران کریم او د هغه مختلف علمونه په تیره بیا د قرائاتو علم او بیلابیل روایتونه یې په دودیز ډول په قراني مکتبونو کښې زده کړل او په ډیرې هڅې سره یې دغه علم په مصر او نورو اسلامي هیوادونو کښې د قران کریم د قاریانو نورو نسلونو ته انتقال کړل.

د تلاوت میراث او وفات

شیخ عبدالحکیم عبداللطیف په خپل خوږ غږ سره څو ځله قران کریم په بیلابیلو روایتونو سره تلاوت کړ او هغه یې ضبط کړی چې پکښې د حفص په روایت دوو ختمونو ته اشاره کولای شو؛ هغه دغه راز د مصر د قران په راډیو کښې بیلابیل پروګرامونه هم کړي دي چې پکښې د تجوید د علم په هکله د« قران تلاوت وکړئ» پروګرام ته اشاره کولای شو.

شیخ د قران کریم د قاري ، د جامعې د لمانځه د امام، د مختلفو قرائانو د استاد او د قران په نړیوالو سیالیو کښې د جیوریسټ په توګه د عربستان ، د کویت ، د امریکا په شمول بیلابیلو هیوادونو او دغه راز د ختیځې اسیا یوشمیر هیوادونو ته سفرونه وکړل.

شیخ د دوه زره شپاړسم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په نهمه نیټه یعني د څورالس سوه اوه دیرشم هجري قمري حکال د ذی الحجې د میاشتې په اومه نیټه چې د جمعې ورځ وه په اتیا کلنۍ کښې وفات شو ؛ هغه د خپل ژوند زیاته برخه د قران کریم په خدمت کښې ولګوله او د هغه کتابونه اوس هم د قراني علومو د مینه والو او د څيړاندو لپاره یوه مرجع ده.

په دوام کښې کولای شئ د قران کریم د بقرې سورې د یوشمیر ایتونو تلاوت د ابوجعفر په تلاوت سره اوریدلای شئ.

https://iqna.ir/fa/news/4235913

بچوې: مصر ، تلاوت ، قران ، شیخ
captcha