ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د انډونیزیا د خپلواکۍ میوزیم د دغه هیواد د اسلامي کلتوري اثارو په وړاندې کولو سره په پراخې جهان بینۍ سره د مترقي ، د زغم لرونکي، اصیل او د پرانیستي کلتوري هویت او د اسلام له تعلیماتو څخه لا ژور درک وړاندې کوي.
دغه میوزیم د نولس سوه اوه نویم میلادي کال د اپریل د میاشتې په شلمه نیټه د ولسمشر سوهارتو لخوا پرانیستل شو.
دغه اسلامي میوزیم کولای شي په تیره بیا په انډونیزیا او په کلي توګه په جنوب ختیځې اسیا کښې د اسلامي تعلیماتو او د اسلامي کلتورونو د مطالعې او د څیړنو لپاره په یوه محرک بدل شي.
په دغه میوزیم کښې له اولسمې میلادي پیړۍ څخه تر شلمې میلادي پیړۍ پورې د مجمع الجزایر یعني د انډونیزیا د مسلمانو متفکرانو او د علماو شاهکارونه چې تاریخي ارزښت لري لیدلای شو.
کلتوري میراث په مصحف ، د قران د خطي نسخې ، معمارۍ او د اسلامي تجسمي هنر په چوکاټ کښې چې بصري یعني د سترګو ښکلا لري په دغه میوزیم کښې ساتل کیږي.
دغه راز په بیت القران نندرتون او مرکز کښې ډول ډول خارجي او کورنۍ خطي نسخې وړاندې شوي دي.
په دوې کښې ځینې مصاحف د خپلواکۍ مصحف دی چې د نولس سوه پینځه نويم میلادي کال د خپلواکۍ په فیسټیوال کښې موجود و او وتوانید د کتونکو پام خپل ځان ته جلب کړي.
دغه راز په دغه مرکز کښې قران د انډونیزیا د دین وزارت په معیار سره ، معمولي قران او بریل قران د ړندو مسلمانانو لپاره نندرې ته وړاندې شوی دی.
قران د کامپیوټر د سافټ ویر په چوکاټ کښې هم وړاندی شوی دی چې کولای شي د کامپیوټر د نورو پروګرامونو په شان په ډیجیټال بڼه کار وکړي.
دغه ودانۍ په شل زره دیارلس مربع میټر مساحت کښې جوړ شوي ده او څلور طبقې لري او له ککړتیا څخه په لیرې چاپیریال کښې ده.
په دې سربیره دغه ودانۍ دغه راز څو منظوره هالونه لري لکه اصلي هال ، د غونډو هال ، د غږ او د تصویر هال ، د درس د کلاس هال ، نندارتون او بالکوني وغیره وغیره.
https://iqna.ir/fa/news/4235625