پر دې اساس د ژبې مراقبت د انسان د بدن د نورو غړیو په شان د ګناه د ترسره کولو مخه نیول دي.
ژبه د خدای په سترو نعمتونو کښې ګڼل کیږي چې د خدای پاک د نورو نعمتونو په شان د ګټه د پورته کولو لپاره د ودې او د کمال په لړ کښې انسان ته ډالۍ شوي ده.
یو وړ انسان د مناسبو موقعیتونو په پيژندلو سره له دغه نعمت څخه په سم ډول استفاده کوي؛ چې د قران له زده کړې او د انسان له پنځون وروسته انسان ته د متعال خدای تر ټولو ستره مهربانۍ ده څرنګه چې فرمايي «الرَّحْمن*عَلَّمَ الْقُرْآنَ*خَلَقَ الْإِنْسَانَ*عَلَّمَهُ الْبَيَانَ»(الرحمن/1-4).
ژبه که چیرې د انسان د بدن د نورو غړیو په شان له الهي احکامو او قوانینو خلاف ورزۍ وکړي ، نو د ګناه یو اوزار دی او که چیرې د سپيڅلي شرع د حکمونو پیروۍ وکړي نو د خدای د اطاعت وسیله ده. په دې اساس د ژبې مراقبت د انسان د بدن د نورو غړیو په شان د ګناه د ترسره د مخنیوي لپاره ده او ژبه له پښو ، لاسونو سره چنداني فرق نلري، او یوازې دغه تفاوت لري چې شاید ډیرې خلک د ژبې ګناه چندانې جدي نه ګڼي په داسې حال کښې چې ډیرې وختونه شخصیتي ټرور چې له ژبې په استفادې سره ترسره کیږي د مقابل لوري لپاره له هغو جسمي تاوانونو ډیر ځورونکي دي چې د انسان د بدن نورو غړیو او جوارحو ته رسیږي.
ژبه د ارتباط او د مفاهیمو د انتقال لپاره د قدرتمن اوزار په توګه د ټولنیزو او د اخلاقي اړیکو په رامینځته کولو کښې چورلیزي رول لوبوي.
سره له دې دغه ارزښمن اوزار که چیرې په سم ډول ونه کارول شي نو په افت باندې بدلیدلای شي او ټولنیزو اړیکو ته تاوان رسولای شي.
د ژبې افتونه یعني له ژبې ناسمه استفاده له بیلابیلو لارو ټولنیزو اخلاقو ته ګوزار ورکولای شي او ټولنه د ګډوډۍ په لور بیولی شي.
ژبه نه یوازې د اطلاعاتو د انتقال لپاره یوه وسیله ده بلکې د انسان د داخلي نیتونو ، احساساتو او د افکارو انعکاس هم دی.
کلمې یعني ټکي هم د شفا بخښونکو یا د وژونکي زهر په شان عمل کولای شي.
د کلمو انتخاب، د غږ لحن او د بیان روده ټول او ټول زمونږ له پیغام څخه د مخاطب کس د درک په څرنګوالي اغیز شیندونکی دی.
له ژبې ناسمه استفاده کولای شي د ناوړه تفاهم ، د تفرقې، نفرت او حتی د تاوتریخوالي د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.
د ژبې افتونه یوازې په دروغ ویلو پورې نه محدودیږي بلکې د ژبې پراخه کړچارونو پکښې شاملیږي؛ لکه غیبت ، تهمت ، دروغ ویل، سخن چینۍ، یعني مخبرۍ کول، تمسخر، سپکاوي، تحقیر، لسمول وغیره وغیره او په دوې کښې هر یو کړچار یو نه یو ډول د ټولنې اخلاقي بنسټونو ته تاوان رسوي او د وګړو ترمینځ اړیکې ګډوډوي.
https://iqna.ir/en/news/3489853