IQNA

په جاپان کښې د «معجزه» په نوم د جومات مهم مقام

11:16 - September 16, 2024
د خبر لمبر: 3489852
د جاپان ترټولو زوړ جومات« کوبه» چې په معجزه جومات هم مشهور دی په مسلمانانو او غیر مسلمانانو کښې له سپيڅلي مقام څخه برخور دی.

ایکنا خبري اژانس د الجزیره مباشر په قول راپور راکړی د کوبه جومات چې د جاپان په شپږم ښار «کوبه » کښې  د تیرې پیړۍ په دیرشمه لسیزه کښې جوړ شوی دی د خپل ځانګړي تاریخ په دلیل د معجزه په جومات مشهور دی  او په مسلمانانو او  د دغه ښار او د جاپان په نورو خلکو کښې سپیڅلی مقام لري.

د جاپان د کوبه جومات امام صلاح الدین الخمیسي وویل  دغه جومات په نولس سوه پینځه دیرشم میلادي کال کښې په جاپان کښې د هندوستان  د مسلمانانو او د تاتارانو لخوا چې هغه وخت یې په کوبه ښار کښې ژوند کاوه جوړ شو.

دغه جومات د دوهم نړیوال جنګ په اوږدو کښې د امریکا د بمباریو او د «هانشین » د سترې زلزلې په مقابل کښې د مقاومت په دلیل چې په نولس سوه پینځه نویم میلادي کال کښې راغلي وه د معجزې په جومات  مشهور دی.

د جاپان د معجزه جومات ځانګړتیا

الخمیسي وویل دغه جومات دې ته په پام سره چې د دوهم نړیوال جنګ په اوږدو کښې او د امریکا له پراخو بمباریو سره سره له هرډول تاوان  څخه په امان کښې پاتی شو د دغه ښار د پایدارۍ په بیلګې بدل شو او ورپسې په نولس سوه پینځه نویم میلادي کال کښې هم سترې زلزلې دغه ښار ولړزوه او زرګونو کسان ووژل شول خو دغه جومات اوس هم شته.

الخمیسي زیاته کړه دغه جومات د جاپان په خلکو کښې که هغه مسلمانان د او غیر مسلمانان دي  ځانګړی مقام لري ځکه چې هغه د جاپان د تاریخ یوه برخه ده.

د جاپان د کوبه جومات امام زیاته کړه دغه جومات ته  هره ورځ ګڼ شمیر غیر مسلمان وګړي ورځي کوم چې له اسلام سره د اشنایۍ لپاره د جومات په کلتوري دستورو  کښې ګډون کوي.

د کوبه جومات مدیر محمد اصف هم د دغه جومات په هکله یوشمیر توضیحات ورکوي.

هغه وویل د کوبه جومات  یوه اصلي دنده د ټولنې او د اسلامي ټولنو ترمینځ د متقابل احترام او د کلتوري پیوندونو لپاره د پیاوړي پلونو رامینځته کول دي.

دغه کار د ټولنیزو شبکو له لارې د دغو ارزښتونو د دودولو او  پراخولو په هدف سره د اسلامي عباداتو د معرفي لپاره د هرې میاشتې په مراسمو ترسره کولو سره کیږي.

د جومات ترټولو زوړ مخکښ

 د کوبه جومات تر ټولو زیات عمر لرونکی مخکښ کس د جاپان یو پاکستان توکمه مسلمان «حاجي احسان الراعي» دی کوم چې په نولس سوه شپږاویایم میلادي کال کښې جاپان ته ورغی او هغه  څلور کاله په ټوکیو کښې ووسیده او ورپسې په کوبه ښار کښې هستوګن شو.

احسان الراعي وايي د دغه جومات د جوړولو دلیل دا دی چې د هندوستان او تاتار مسلمانانو   له لومړي نړیوال جنګ څخه وروسته د ژوند او د  کار کولو لپاره جاپان ته مهاجرت وکړ او د هغوې تمرکز په کوبه ښار کښې و او د هغوې په هڅو او مالي مرستو سره د کوبه جومات جوړ شو.

https://iqna.ir/fa/news/4236471

 

 
بچوې: جومات ، قران ، اسلام
captcha