IQNA

فردي اخلاق/ د ژبې افتونه ۳

6:49 - September 18, 2024
د خبر لمبر: 3489865
.کله چې سړی پوه ښي چې په دیني ورور یې مصیبت راغلی دی که چیرې خوشحالې وکړي

او هغه ته پیغور وکړي نو د  ملامت او بد رټ ویلو په ناروغۍ اخته شوی دی.
د ژبې یو تر ټولو مهم افت پیغور کول دي.
 د اخلاق د عالمانو په نظرپیغور کول د نورو خلکو په مصیبت باندې د خوشحالې څرګندول دي.کله چې سړی پوه ښي چې په دیني ورور یې مصیبت راغلی دی که چیرې خوشحالې وکړي او هغه ته پیغور وکړي نو د  ملامت او بدرټ ویلو په ناروغۍ اخته شوی دی البته پیغور او ملامت د هغه کړچار په وړاندی دی چې له مصیبت سره مخامخ کس ترسره کړی دی په دې معنا چې پیغور کونکی کس په هغه مصیبت باندې خوشحالۍ په څرګندولو سره چې په بل سړي راغلی دی مصیبت د هغه کس د کړچار نتیجه ګڼي او دا خو لا څه چې په پیغور سره دغه مصیبت بیان کړي.
پیغور خپل ځان په دوه ډوله ښيي.
کله نه کله پیغور کول داخلي دی او کله نه کله بهرنی یا عملي(فعلي) دی.
 داخلي پیغور هغه وخت رامینځته کیږي چې انسان د نورو خلکو په مصیبت باندې له داخل څخه خوشحال شي خو خپله خوشحالۍ څرګنده نکړي.
خو عملي پیغور هغه وخت رامینځته کیږي چې سړی د نورو خلکو په مصیبت باندې خوشحال شي او دغه مصیبت د همغه کړچار سزا چې په مصیبت ککړ کس ترسره کړی دی معرفي کوي.
پیغور په مصیبت د ککړ کس  د کړچار له اړخه په د دوو ډولونو  ویشلی شو پبغور کله نه کله د یوه کړچار په مقابل کښې پیغور کول یو ښه کار دی او کله نه کله ناخوښ کار دی. 
په لا روښانه عبارت کله نه کله  د مصیبت ځپلي سړي کړچار بد نه دی او یوازې د پیغور کوونکي کس په اند ناسم ښکاري او د ملامت کوونکي کس له هدفونو سره سمون نه خوري؛ په هغه مصیبت باندې خوشحالیدل چې بل کس ورسره مخامخ شوی دی  داسې حالت دی چې عقل او شرع هغه رټلی دی.
عقل او د بشر فطرت  د هغه د ټولنیز طبیعت په حکم له خلکو سره مینه او زغم خوښوي اوالفت او انس له همدردۍ سره اړخ لګوي البته په خوشحالۍ  او سرور سره له نورو سره همدردۍ د مصیبت وهلي کس له کړاو سره سمون نه خوري؛ له دې کبله د انسان پاک فطرت د نورو خلکو په غم او مصیبت باندې خوشحالیدل نه خوښوي، بلکې هغه رټي.
معصومو پیشوایانو یعني اهل بیت علیه السلام په ډیرو ویناو کښې دغه کړچار رټلی دی او هغه یې منع کړی دی.
پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم فرمایي: خپل ورو ته پیغور مه کوئ ځکه چې خدای په هغه رحم کوي او تا په مصیبت ککړوي.
پیغور یا ملامت کول د غصې د ځواک د بې تربیتۍ او بې نظمۍ له کبله رامینځته کیږي.هغه وخت چې  غضب یعني د غصې داخلي ځواک د عقل له سرپرستۍ څخه خارج شي نو داسې رذالتونه رامینځته کوي چې ځینې یې ممکن دي د پیغور د  ناخوښ کړچار عامل شي. په دغو عواملو کښې دوښمنۍ ،غصه کیدل او حسد شامل دي.
 نورو خلکو ته د پیغور کولو ځینې پایلې په دنیا په مصیبت او په اخرت کښې په عذاب باندې د  پیغور کوونکي کس مبتلا بیانولی شو.
د دغه اخلاقي ناروغۍ د درملنې لپاره سړی  باید  د هغې  د پایلو او اغیزو په هکله فکر وکړي او په دې خبرې پوهیدل چې پیغور کوونکی کس به له همغه مصیبت سره مخامخ شي چې ده بل رټلی و د هغه په روح کښې به ویره رامیځنته کړي او  د دغه پایلې په بیا بیا وریادولو  سره به نور نو خلکو ته پیغور ونکړي.
دغه تفکر چې هر مصیبت په ایمان لرونکي راشي ممکنه ده د ګناه کفرې یا په اخرت کښې کمال ته د رسیدا عمل شي او هغه د نوموړي له ملامتولو منع کړي.
https://iqna.ir/en/news/3489910

captcha