IQNA

له موسیقۍ سره د قران کریم د قرائت د فیلمونو د خپریدا په هکله د الازهر پوهنتون خبرداری

12:30 - September 23, 2024
د خبر لمبر: 3489887
د مصر الازهر پوهنتون او دارالافتا وویل له موسیقۍ سره یوځاې د قران کریم د قرائت د کلیپونو جوړول او خپرول ممنوع دي ځکه چې د قران کریم سپکاوی ګنل کیږي.

ایکنا خبري اژانس د عربي یویشتم په قول راپور ورکړی د مصر الازهر پوهنتون او دارالافتا د خپل هیواد ښاریزو ته له موسیقۍ سره یوځاې د قران کریم د تلاوت د کلیپونو د خپریدا په هکله خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی دی له قانوني نظره دغه کار ممنوع دی او هغه د قران کریم سپکاوی ګڼل کیږي.
د الازهر له سرزورۍ سره د مبارزې څارونکي څه موده مخکې د قراني غږونو په نوم د نوي ښکارندې په زیاتیدا سره چې پکښې د قران کریم ایتونه له لویدیځې موسيقۍ په استفادې سره د قران د کیسو په وړاندې کولو کښې د نوښت  ادعا بلل کیږي اشاره شوي ده او ویلي یې دي دغه کلیپونه د نامعلومو اینټرنیټ اکاونټونو لخوا له مصنوعي هوش څخه په استفادې کولو سره جوړ شوي دي.
د الازهر څارونکي ټینګار وکړ چې قران کریم د خدای کلام او تل پاتې معجزه ده او له موسیقۍ یوځای د قران کریم قرائت کول  شرعا حرام دي.
دغه ارګان جوته کړه په اواز سره  د قران کریم د بلنې په توګه  «لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَتَغَنَّ بِالقُرْآن» نبوي حدیث څخه اخیستون د دغه حدیث د صحیح معنا تحریف دی چې هدف یې په ښکلي غږ سره د قران کریم لوستل دي.
د الازهر څارونکي زیاته کړه دغه چاره  د یوې یرغلیزې څپې برخه ده چې په قران کریم او مسلمانانو باندې حملې کوؤي او هغه د قران کریم د  سوزولو او د قران کریم د ایتونو د تحریف لپاره د هڅو په شان د اقداماتو دوام دی.
دغه څارونکي دغه راز خبرداری ورکړ د قران کریم د  حفظ کولو د اسانولو په پلمه د لویدیځو هیوادونو په سبک د قران کریم دغه قرائت د مصر د مشهورو قاریانو په ښکلیو غږونو سره د قران د تلاوت ستر میراث ته سپکاوی دی.
د مصر د الازهر پوهنتون له سرزورۍ سره د مبارزې څارونکي د هیواد له مقننه قوې وغوښتل دینونو ته د سپکاوي د جرم د ګڼلو د قوانینو په جوړولو او  له مصنوعي هوش څخه د  استفادې لپاره د نویو قوانینو په جوړولو سره د قراني اوازونو په ښکارندې سره د مقدساتو او د مذهبي متنونو له سپکاوي کولو سره چلند وکړي.
د مصر دارالافتا هم په خپل وار سره ټینګار وکړ د دغو  کلیپونو تبلیغ له قانوني نظره ممنوع دي ځکه چې د دغو کلیپونو تعقیبول د شیطاني افکارو او د باطلو کارو له خپرولو سره مرسته کول دي.
دغه ارګان د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د هغو اینټرنیټ پاڼو چې دغه کلیپونه خپروي په هکله راپورونه ورکړي ځکه چې  دغه اینټرنیټ پانې داسې چیلنونه دي چې له دینونو سره نفرت او د هغوې سپکاوی کول دودوي.
د مصر دارالافتا ټینګار وکړ د سندرې په لحن او د  موسیقۍ له الو سره یوځاې د قران کریم لوستل شرعا حرام دي.

https://iqna.ir/fa/news/4237787

بچوې: مصر ، قران ، اسلام
captcha